د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۱:۳۲

د ایران پیسې مخ په ځوړ دي


د ایران د صرافي مهم بازار د چارشنبې په ورځ د دې سربیره تړلی پاتې شو، چې حکومت هڅه وکړه، چې دا بازار پرانیزي.

عیني شاهدان وایي، چې د فردوسي په میدان کې د حکومت د ځپونکو هڅو له امله د لسګونو مظاهره کوونکو او امنیتي ځواکونو ترمنځ شخړې وشوې.

مظاهره کوونکي د ایراني ریال د ارزښت د کمیدو لپاره راغونډ شوي وو. د فردوسي واټ دواړو غاړو ته د صرافانو دوکانونه دي، چې ځیني یې اجازه لري او یو شمېر یې قانوني اجازه نه لري.

یو شمېر رسنیو رپوټ ورکړی دی، چې حکومت هڅه کوله یو شمېر لوی صرافان ونیسي، ځکه چې حکومت هغوی تورن کړې دي، چې ناڅرګنده مافیا دي.

د تهران یو شمېر اوسیدونکو په فیس بوک او ټویټر کې ولیکل، چې پولیسو هڅه کوله، چې مظاهره کوونکي سره خواره کړي.

د پوریا شریفي په نوم یوې ښځې وویل، چې پولیسو مظاهره کوونکي نه پریښودل چې هفت تیر چوک ته ننوځي، دا ځای یو وخت د حکومت مخالفه کسانو د مظاهرو مرکز و.

د تهران یو شمیر نورو اوسیدونکو بیا د انټرنټ له لارې حکومت ملامته کړ، د جودي حسن په نوم یوه تن وویل، کله هم د اقتصادي بحران لپاره دولت نه بخښي .

په تهران کې یوه سوداګر چې د امنیتي دلایلو لپاره یې نه غوښتل چې خپل نوم واخلي ازادي راډيو ته وویل، چې چارواکي د مالونو قیمتونه سخت څاري:

« دولت چې یو بل فشار راوستی دی، دا دی چې هغه شیان چې واردیږي، د ډالر له بیې سره سم د هغوی بیې بدلوي، په تهران کې یې یوه پراخه هڅه پیل کړې، مستقیما د جنسونو د خرڅلاو څارنه کوي، د دولت ماموران په شخصي جامو کې دوکانونو ته راځي او که څوک څه و نه پلوري یا لږ څه بیه ګرانه کړي، دوکان تړي، سخته جریمه ورکوي، له همدې امله خلک دا غوره ګڼي چې دوکانونه یې تړلي وي څو تر دې ډیر زیان ورونه رسیږي»

بل لور ته د عصر ایران په نوم د سخت دریځو ویب سایټ پرته له دې چې نور تفصیلات ورکړي وویل، د صرافي په برخه کې د یو لړ مشکوکو هڅو له امله د صرافي بازار تړل شوی دی.

ایراني ریال په تیرې یوې اونۍ کې د ډالر په وړاندې خپل ارزښت له دریو یوه برخه بایللی دی او د روان کال له پیله د ایراني ریال ارزښت په بازار کې اتیا په سلو کې ټیټ شوی دی.
XS
SM
MD
LG