د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وايي، درې کسان يې په دُرو د يوې نجلۍ د وهلو په تور لويې څارنوالۍ ته معرفي کړي دي.
دغه وزارت وايي په دوى کې يو تن هغه ملا امام دى چې په غزني کې يې په دُرو د يوې نجلۍ د وهلو حکم ورکړى و.
د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وايي، درې واړه نيول شوي کسان يې لويې څارنوالۍ ته ورپېژندلي دي.
د دغه وزارت د مطبوعاتي دفتر سرپرست محمد نجيب دانش وويل؛ دا مهال لويه څارنوالي، په دُرو د صابرې د وهلو په تور له نيول شويو کسانو تحقيقات کوي:
”دوى د دې حکم په صادرولو او اجرا کې له ملا امام سره مرسته کړې وه. مقابل لورى دغه کسان په دې پېښه کې شريک ګڼي، ځکه نو د څېړنو لپاره ونيول شول.“
صابره د غزني د جاغوري ولسوالۍ اوسېدونکې ده، وروسته تر هغه چې له يوه هلک سره د نامشروع اړيکو په درلودلو تورنه شوه، د دې ولسوالۍ د اوسېدونکو له خوا په دُرو ووهل شوه.
د هغې کورنۍ دا تور ردوي او وايي ١٥ کلنه صابره وروسته تر هغه چې تېره مياشت جنسي تېرى ورباندې وشو، په يوې دښته کې د ٢٠٠٠ کسانو په حضور کې په دُرو ووهل شوه. دا لا په مشخص ډول څرګنده نه ده چې پر هغې چا جنسي تېرى کړى دى.
د کورنيو چارو وزارت وايي، که نور کسان هم په دې قضيه کې دخيل وي، وبه نيول شوي.
د صابرې خور وايي کليوالو د دوى پر کور هم يرغل کړى او مور و پلار يې ورته وهلي ټکولي او بيا يې کورنۍ اړ شوې؛ خپل کلى پرېږدي او کابل ته کډه وکړي او صابره د امن په يوه کور کې ژوند غوره کړي.
د غيرمسوولو کسانو له خوا په دُرو د دې ١٥کلنې نجلۍ د وهلو د حکم صادرېدو په افغانستان کې زيات اعتراضونه پارولي، په کابل کې په لسګونو کسانو اعتراضي مظاهره هم وکړه.
د بخښنې نړيوال سازمان هم دا يوه صحرايي محاکمه بللې او د عاملانو د مجازاتو غوښتنه يې کړې ده.