اسلام ته د سپکاوي فلم جوړونکی د پنجشنبې په ورځ د کلفورنیا په ایالت کې د مشروطه ازادي د قوانينو څخه د سرغړونې او مقاماتو ته د درواغو ویلو په تور ونیول شو.
"ناکولا بسلې" په ۲۰۱۰ میلادي کال د بانکي اسنادو د تقلب په جرم د ۲۱ میاشتو په حبس محکوم شوی و.
د هغه مدافع وکیل "رابرټ ډاکډل" وویل، چې ۵۵ کلن باسلې اته ځله له بند څخه د مشروطه ازدي یا پروبیشن له اصولو څخه سرغړونه کړې ده او خپل سرپرست مامور ته یې درواغ ویلي دي او په درېو مختلفو مستعارو نومونو یې خپل ځان معرفي کړی دی.
د اسوسیېټډ پرېس او فرانسې خبري آژانس د راپورنو پر اساس "ناکولا بسلي" د پنځو کالو لپاره اجازه نه درلوده؛ چې د سرپرست مامور له اجازې پرته کمپیوټړ او انتر نیټ استعمال کړي.
خو نوموړي داکار وکړ، هغه د "سام باسیل" په مستعار نوم د "مسلمانانو د معصومیت" په نوم ۱۴ دقیقه ییزه ویډیو جوړه او په ویب پاڼه کې یې خپره کړه.
د ناکولا باسلي په هدایت د جوړې شوې ویډیو پر ضد په ګڼو اسلامي هیوادونو کې مظاهرې وشوې. په لیبیا کې امریکايي سفیر ووژل شو او په نورو بیلا بیلو اسلامي هیوادونو کې د مظاهرو په ترڅ کې دېرش کسان ووژل شول.
ناکولا بسلي د پنجشنبې په ورځ وروسته له هغه ونیول شو؛ چې مقاماتو وویل، نوموړي د مشروطه ازدي یا پروبیشن له اصولو څخه سرغړونه کړې ده. قاضي "سوزانه سیګل" د ناکولا باسلي د نیولو حکم وکړ. قاضي وویل، دی د ټولنې لپاره خطر پیښولای شي. محکمه نور پردغه کس باور نه شي کولای.
قاضي زیاته کړه، چې د نیکولا بسلي د حفاظت په اړه هم اندیښنې راپیدا شوي وي. نوموړی باید په توقیف کې وساتل شي.
بسلې د کلیفورنیا یوې محکمې ته د سختو امنیتي تدابیرو سره حاضر کړای شو.
مقاماتو وویل، کیدای شي نوموړی له بند څخه د مشروطه ازدي یا پروبیشن له اصولو څخه د سرغړاوي په تور په دوه کاله حبس محکوم شي.
د ناکولا محاکمه د تړلو دروازو شاته وه، یوازي ژونالستانو او هغو کسانو چې غوښتل؛ یې د محاکمې جریان په خپلو سترګو وویني وکړای شوای، چې دغه جریان د ویډيویې کانفرانس له لارې وګوري.
په پاکستان کې هم د دې فلم پر خلاف سختې مظارې وشوې د پاکستان د اورګاډيو د چارو وزیر حاجي غلام احمد بلور د نوموړي پر سر د 100 زرو امریکايي ډالرو جایزه اعلان کړه.
امریکايي مقاماتو د ګوګل له شرکت څخه وغوښتل؛ چې دغه فلم له خپلو ویبسایټونو څخه لیرې کړي. خو ګوګل دا غوښتنه ونه منله او وايي، چې دا کاربه د ګوګل د شرکت قوانین تر پښو لاندې کړي.
په اسلامي هیوادونو کې د فلم پر خلاف د مظاهرو په ترڅ کې ناکولا بسلي خپل کور خرڅولاو ته سپارلی و. ټلیفونونه یې قطع کړی وو او په خپله په یوځای کې پټ شوی و.
د مسلمانانو د معصومیت فلم لوبغاړو له ناکولا شکایت کړی دی؛ چې هغوی یې تیر ایستلي دي. دوی ته ویل شوي وو، چې دغه فلم د د مصري صحرايي جنګیاليو په اړه و، هغوی ته د اسلام په اړه هیڅ نه وه ویل شوي او هغه متن چې دوی لوستی و؛ په هغه کې اصلاً د اسلام ذکر نه دی شوی. په فلم کې د نور کسانو غږونه ثبت شوي دي.