د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۷

په عراق کې د زرګونو زده کوونکو ښوونځي ونړول شول


د دوبي پر مهال د عراق په سلګونو ښوونځي ونړول شول؛ څو په ټولګيو کې د ګڼه ګوڼې د مخنيوي لپاره د نويو لويو ښوونځيو جوړېدو ته زمينه برابره شي.

په داسې حال کې چې نوي ښوونځي لا جوړ شوي نه دي؛ خو تعليمي کال پيل شوى او دې مسالې زده کوونکي له سختو ستونزو سره مخ کړي.

تېر کال د عراق په ښوونځيو کې ګڼه ګوڼه بېخي زياته وه، په دې مني کې د دولت د بيارغونې د پروګرام ناکامۍ دا مساله له بد څخه لا بدتره کړه.

په مې مياشت کې د پوهنې وزارت ساختماني شرکتونو ته پيسې ورکړې، چې د تړونونو له مخې د نويو او لويو ښوونځيو د جوړېدو لپاره په ټول هېواد کې په سلګونو زاړه ښوونځي ونړوي.

نوي ښوونځي جوړ شوي نه دي او د پوهنې وزارت وايي؛ د ښوونځيو د نويو ودانيو جوړولو لپاره بودجه نه لري.

يوازې په ديالى ولايت کې له مارچ مياشتې راهيسې تر ١٠٠ زيات ښوونځي نړول شوي؛ خو پرځاى يې نور ښوونځي نه دي جوړ شوي.

١٥ کلن احمد د نواه په نوم د منځني ښوونځي د نهم ټولګي زده کوونکى دى:

”تېر کال موږ کولاى شول، په خپل ښوونځي کې لوست وکړو، خو دوى ونړاوه. اوس موږ مجبوره کړاى شوي يو؛ چې نژدې پراته لومړني ښوونځي ته لاړ شو. دلته ګڼه ګوڼه زياته ده.

موږ په درې ټايمونو کې ښوونځيو ته ځو. هر درسي ساعت دېرش دقيقې دوام کوي، دا ډېره سخته ده چې سړى څه زده کړي. موږ هيله لرو دوى زموږ ښوونځى ژر راته جوړ کړي.“


په الهدم کې يو ځايي چارواکى محمد ابراهيم وايي د دې ستونزې علت د ساختماني شرکتونو او د عراق د حکومت ترمنځ مشکوکې اړيکې دي:

”موږ پوهېږو، چې د پوهنې وزارت له خوا پرېکړه وشوه، چې ښوونځي ونړول شي او نوې ودانۍ ورته جوړې شي. له بده مرغه نوي ښوونځي جوړ نه شول.

اوس زموږ ماشومان د ښوونځيو لپاره ودانۍ نه لري. زيات يې مجبوره شوي په خلاصه فضا کې زده کړه وکړي. موږ د دغو ښوونځيو، چې له وزارت سره د ارتباطي کمپنيو له خوا نړول شوي د ستونزې حل غواړو.“


د دغو شکايتونو او ستونزو په ځواب کې د عراق د پوهنې وزارت وياند وليد حسين ملامتي د زياتو زده کوونکو پر نوم ليکنه وراړوي، دى وايي د ښوونځيو د نويو ودانيو لپاره بايد بودجه د ولايتي حکومتونو له خوا ورکړل شي:

”موږ هيله لرو چې د ټولو ولايتي شوراګانو په ګډون به يو ملي کمپاين ولرو، چې د نويو ښوونځيو د جوړېدو لپاره له خپلې بودجې زياته اندازه پيسې ورکړي.

يوازې سږکال موږ د لومړي ټولګيو لپاره تر يومليون او دوه لکه پنځوسو زرو زيات زده کوونکي جذب کړي، خو يوازې به دوه لکه پنځوس زره زده کوونکي له لېسو فارغېږي، موږ د ښوونځيو لپاره نورې ودانۍ نه لرو. يوازې نوي زده کوونکي له ٧٠٠ تر ٨٠٠ پورې د ښوونځيو ودانيو ته اړتيا لري“


دا ستونزه په داسې حال کې ولاړه شوې، چې په دغه هېواد کې نوى تعليمى کال پيل شوى دى.

د عراق په مرکز بغداد کې له تېر کال راهيسې د ښوونځيو ١٥٠ ودانۍ نړول شوي دي. د بغداد د ولايتي شورا يو سلاکار احمد رشيد وايي دغه ښار د ښوونځيو ٣٠٠٠ ودانيو ته اړتيا لري.
XS
SM
MD
LG