د سولې عالي شورا چارواکي وایي، هغه کسان باید له صحنې څخه وویستل شي، چې په افغانستان کې د سولې له ټینګښت سره مخالفت لري او د پردیو په لمسون تاوتریخوالي ته لمن وهي.
د سولې عالي شورا د دارلانشا مشر معصوم ستانکزي د پنجشنبې په ورځ ناوخته په کابل کې د سولې په اړه یوې جوړې شوې غونډې ته وویل؛ چې سوله د افغانستان اړتیا ده او دې هدف ته درسیدو لپاره باید نه ستړې کیدونکې هلې ځلې وشي.
معصوم ستانکزي وویل، په هیواد کې د سولې راوستل هغه وخت امکان لري، چې ټول ښکیل هیوادونه یې باید په اړه واحد سیاست ولري.
"موږ سولې ته درسیدو لپاره نه یوازې ملي اړخونو ته اړتیا لرو، بلکې په دې برخه کې سیمه ییزو اړخونو ته هم ډیره اړتیا ده.
موږ باید په واقیعت سره د سولې په لور حرکت وکړو، دا هغه وخت امکان لري؛ چې دوه ګوني سیاستونه پای ته ورسوو، هغه هیوادونه هم باید له دوه ګونو سیاستونو سره مخه ښه وکړي؛ چې په افغانستان کې د سولې غوښتونکي دي.
موږ له ملګرو ملتونو څخه هم غواړو چې په دې برخه کې ډیرې هڅې وکړي."
ښاغلي ستانکزي وویل، ډیرافغانان دا پوښتنې کوي، چې سوله او د سولې خبرې باید له چاسره ترسره شي؟
خو نوموړي دې پوښتنو ته په ځواب کې وایي چې د سولې له هڅو څخه یې هدف وسله والو مخالفینو ته امتیاز ورکول نه دي بلکې غواړي چې په هیواد کې روان تاوتریخوالي پای ته ورسوي.
د سولې عالي شورا د دارلانشا رییس دا مني چې سوله په سوال او زاریو نه رامنځ ته کیږي؛ خو وایي، چې په دې برخه کې د افغانانو په مرسته پياوړي اقدام ته اړتیا ده:
"موږ باید د خپل هیواد اوسیدونکي سره متعهد او یوځای کړو ترڅو په ګډ فشار سره هغه کسان له ټولنې وباسو چې نه غواړي؛ په افغانستان کې سوله راشي.
موږ په دې برخه کې یوې ملي انګیزې او لارې ته اړتیالرو، وایو، چې سوله په زاریو نه رامنځ ته کیږي، د سولې راوستو لپاره باید اراده او اقدام وشي.
موږ باید داسې سوله رامنځ ته کړو، چې نور افغانان د پردیو په لمسون یوبل ونه وژني، او کومې وینې چې نن توییږي دا پای ته ورسیږي."
که څه هم د سولې عالي شورا چارواکو د هغه هیوادونو نومونه وانه خیستل چې د افغانستان د سولې په اړه دوه ګونی سیاست لوبولي خو افغان کارپوهان په دې برخه کې تل پاکستان ته ګوته نیسي.
افغان کارپوهان وایي، بیلابیلې وسله والې ډلې اوس هم په پاکستان کې پټن ځآیونه لري او د دغه هیواد استخبارات او پوځ یې په کلکه ملاتړ کوي.
بل لورته په نیویارک کې د افغانستان، پاکستان او بریتانیې په درې اړخیزه غونډه کې پریکړه شوې چې د افغانستان د سولې عالي شورا یو پلاوی به د لوی اختر له رارسیدو د مخه اسلام اباد ته سفر کوي.
راپور:اسدالله لودین کابل