د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳۱ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۴:۵۹

پوتین په منځني ختیځ کې د خونړې لارې د رژیم بدلول غندلي دي


د روسیې ولسمشر د چارشنبې په ورځ د لویدیځ د دې غوښتنې په وړاندې، چې د سوریې ولسمشر دې لیرې کړل شي سخت خبرداری ورکړ.

پوتین وویل، نړېواله ټولنه باید د یوې متحدې جبهې په توګه په منځني ختیځ کې د تاوتریخوالي د ختمولو هڅه وکړي.

په منځني ختیځ کې د خونړې لارې د رژیم د بدلولو په نتیجه کې به نوره نا ارامي رامنځ ته شي.

د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین په مسکو کې د بهرنیو دیپلوماتانوغونډې ته په وینا کې وویل:“ له تاوتریخوالي تاوترخوالی زیږي”

د اسوسیتید پریس خبري اژانس په وینا، د پوتین له وینا ښکاري چې نوموړي دا خبرې د امریکا د ولسمشر« بارک اوباما » د هغې وینا په وړاندی کړي دي، چې روانه اوونۍ يې، په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلي په غونډه کې د اسد د رژیم د ختمیدو غوښتنه وکړه، چې د 2011 میلادي کال د مارچ میاشتې راهیسې د رژيم پر خلاف پاڅون کوونکې ځپي.

د امریکا ولسمشر بارک اوباما د سې شنبې په ورځ په سوریه کې د تاوتریخوالي د زیاتیدو په اړه وویل، “ د سوریې راتلونکې نه باید د یو داسې دیکتاتور په لاس کې وي، چې هغه د خپلو خلکو عام وژنه کوي.”

اوباما زیاته کړه،“ موږ باید د سوریې د هغو خلکو سره ودریږو چې مختلف لید، مختلف نظر لري.”

د سوریې د مسلې د حل په برخه کې د ملګرو ملتونو په مشري مداوم ناکامو اقداماتو نور هم ناهیلیتوب زیات کړی دی.

تیره اوونۍ د اروپايي ټولنې، امریکا او د عربي ټولنې مقامات، په هالنډ کې سره راټول شول چې د اسد د رژیم د لیرې کولو لپاره نوي تدابیر، نوې لارې وسنجوي.

خو د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین د چارشنبې په ورځ وویل:

“که د سوریې د مسلې د حل لپاره، د ملګرو ملتو په مشري دیپلوماتيکې هڅې له نظره وغورځول شي، نو دغه کار به خرابي رامنځ ته کړي.

پوتین زیاته کړه، “دا عمل به بې ثباتي او ګډوډي زیاته کړي او د ژوند وروستیو تجربو ثابته کړه، چې دا لاره درسته ده، اوس دا وخت دی چې، د روانو حالاتو څخه عبرت واخلو.”


پوتین په خپله وینا کې د منځني ختیځ په یو شمېر هېوادونو سوریې، عراق، یمن، مصر او افغانستان کې د ټرورزیم د تهدید په وړاندې د ګډو نړېوالو هلو ځلو غوښتنه وکړه.

د فعالانو د قیاس پر اساس، تر اوسه په سوریه کې د رژيم په وړاندې د خلکو د پاڅون راهیسې له 25 زرو څخه زیات کسان وژل شوي دي او په سلګونو زره نور ګاونډيو هېوادونو، ترکیې او اردن ته پناه وړې ده.
XS
SM
MD
LG