د افغانستان د کورنیو چارو وزیر وایی، چې د امنیت په ټینګښت کې سیمه ییزو پولیسو ښه نتیجه ورکړې او دوی به د دغو پولیسو تشکیل پراخه کړي.
مجتبی پتنګ د پنجشنبې په ورځ په کابل کې د یو شمېر ولایتونو د امنیتي مسولینو په یوه سیمینار کې هیله وښوده، چې محلي پولیس به د وخت په تیریدو سره په سیمه کې د سولې د ساتنې په یوه موثره ځواک بدل شي.
که څه هم بېلابېلو سیمو څخه خلکو د محلي پولیسو د چلند په اړه شکایتونه کړي، خو د کورنیو چارو وزارت دغه پولیس د امنیت لپاره ګټور بولي او وايي، نورو سیمو ته به یې هم وغځوي.
د کورنیو چارو وزیر جنرال مجتبی پتنګ د پنجشنبې په ورځ په کابل کې د محلي پولیسو د یو شمېر مسولینو په روزنیز سیمینار کې وویل، چې محلي پولیس په ځینو سیمو کې د ناامنیو په له منځه وړلو کې کامیابه ثابت شوي دي.
ښاغلی پتنګ وویل، چې دا مهال د محلي پولیسو په پراختیا او پياوړتیا کار روان دی ترڅو غیر مسوله وسله وال له کلیو او بانډو څخه ورک او امنیت رامنځ ته کړي:
"دا مهال په ۱۳۸ ولسوالیو او ۳۱ ولایتونو کې محلي پولیس موجود دي، په ۷۵ ولسوالیو کې یې نوی په کار پیل کړی او په ۶۵ نورو ولسوالیو کې به امنیتي ستونزو ته په کتو ځای پرځای شي.
د دوی د استخدام بهیر یو څه ستونزې لري، دا بهیر باید ډیر شفاف شي، داسې نه شي، چې د محلي پولیسو په لیکو کې مخالفین نفوذ وکړي.
موږ داسې پروګرامونه لرو، چې محلي پولیسو ته پراختیا ورکړو."
ښاغلي پتنګ د ولایتونو له امنیې قومندانانو څخه وغوښتل ترڅو د محلي پولیسو په جلب او جذب کې له ډیر دقت څخه کار واخلي او داسې خلک دې پولیسو ته وګماري چې د همغې سیمي اوسیدونکي واوسي.
د کورنیو چارو وزیر د محلي پولیسو په ښې روزنې ټینګار وکړ او ژمنه یې وکړه چې په راتلونکې کې به د دغو پولیسو صلاحیتونه هم ډیر کړي، خو د ۲۰۲ شماد زون د پولیسو قومندان فضل الدین عیار وایي، چې محلي پولیس دا مهال د تجهیزاتو او نورو اسانتیاو په برخه کې جدي ستونزې لري.
نوموړي د کورنیو چارو له وزیر څخه وغوښتل، څو د نړېوالې ټولنې په مرسته د محلي پولیسو اړتیاوې پوره کړي:
"د محلي پولیسو د عمده ستونزو په اړه وایم، چې په ځینو سیمو کې محلي پولیس په خپلو سیمو کې ځای پرځآی نه دي.
دویم دا چې زموږ محلي پولیس په خپل جوړښت کې کم له کمه د اوږې د سر راکټونه هم نه لري.
همدا اوس هم زموږ محلي پولیس ودانۍ نه لري او په ازاده فضا کې ژوند کوي، دوی سرپټې موضع ګانې نه لري فعلآ کمپلو ته هم اړتیا لري."
د کورنیو چارو وزارت وایي، چې محلي پولیسو په تیرو څه باندې دوو کلونو کې د امنیت په ټینګښت کې مهم رول لوبولی، خو تر اوسه هم ډیر خلک د دغو پولیسو له موجودیت څخه خوښ نه دي.
څه موده وړاندې په کابل کې د ښځو یو شمېر فعالانو وویل، چې د هېواد په شمالي ولایتونو کې محلي پولیسو د تښتونې او د جنسي تیریو په ګډون په ښځو باندې بېلابېل تاوتریخوالی کړی دی.
په عین حال کې د راپورونو د افغان ځواکونو له لیکو څخه پر بهرنیو عسکرو د بریدونو ډیر شمیر یې همدغو سیمه یېزو پولیسو کړي دي.
خو د کورنیو چارو وزیر په دې باور دی، چې غیر مسئوله وسلوالو ډلو د محلي پولیسو رنګه بده کړې او د محلي پولیسو په نوم داسې کارونه کوي، چې د خلکو د کرکې سبب کیږي.
راپور: اسدالله لودین، کابل