د اسیا د کرکټ شورا یا اې سي سي د کرکټ له نړېوالې شورا غوښتې دي، چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې ته غړیتوب ورکړي. له دې سره به د افغانستان د کرکټ ملي ټیم د نړۍ په لسو پیاوړیو غړیو پسې ځای خپل کړي.
د اسیا د کرکټ د شورا مشر ذکي اشرف وویل، د اې سي سي د پرمختیایي چارو کمیټې په اسلام اباد کې غونډه وکړه او پریکړه یې وکړه، چې افغان ټیم د ډير ژر پرمختګ له امله دا صلاحیت لري چې غړیتوب ترلاسه کړي.
افغانستان په سریلانکا کې د نړېوالو شل اورونو جام لوبو څخه اوټ شو. د دغو نړېوالو لوبو په ترڅ کې نن پنجشنبې د تلې شپږمه د افغانستان په وخت د ماسپښین په دوه نیمې بجې سریلانکا له نیوزیلنډ سره لوبه کوي او انګستان له ویسټ اینډیز سره په شپږ نیمو بجو مسابقه لري.
د افغانستان ملي ټیم اوس د کرکټ د نړېوالې شورا د شپیتو غړیو هیوادو په ډله کې دی، خو د دې شورا شپږ دیرش داسې غړي هیوادونه دي چې هلته کرکټ نسبتا ډیره وده کړې ده.
ذکي اشرف وویل چې افغانستان د کرکټ نړیوال فدراسیون په غړیو کې دا ثابته کړې ده چې پياوړی ټیم لري، نو د اسیا کرکټ شورا د دې ملاتړ کوي چې افغان لوبډله د نړیوال فدراسیون غړې شي.
ذکي اشرف زیاته کړه چې کرکټ په اسیا کې په غوړیدو دی او تاجکستان، چین او کمبودیا هم دوی ته د غړیتوب د ترلاسه کولو لپاره وړاندیزونه کړې دي. خو ذکي اشرف څرګنده کړه چې دغه هیوادنه باید ګڼې لوبې وکړي او هلته ثابته کړي چې دوی دا وړتیا لري چې د اسیا د کرکټ د شورا غړي شي.