د امریکا ولسمشر بارک اوباما وایی اوس یې وخت دی، چې هغه کسان منزوي شي؛ چې له امریکا، لویدیځ او اسراییلو څخه نفرت د خپلو بنیادي سیاسي اصولو په توګه کاروي.
بارک اوباما د سه شنبې په ورځ د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلۍ ته په خپله وینا کې هغه فلم، چې په کې اسلامي ارزښتونو ته سپکاوی شوی؛ نه یوازې مسلمانانو ته، بلکې امریکا ته هم یو سپکاوی وباله.
"ما دا واضح کړې، چې د امریکا د متحده ایالاتو حکومت له دې ویډیو سره هیڅ کار نه لري او زه فکر کووم، چې د دې ویډیو پیغام د هغو ټولو کسانو له خوا باید رد شي، چې بشریت ته درناوی لري.
دا نه یوازې مسلمانانو ته، بلکې امریکا ته هم سپکاوی دی، له دې دیوالونو شاته ښار دا واضح کوي، چې موږ یو داسې هیواد یو، چې د هر نژاد او هرې عقیدې خلکو ته مو ښه راغلاست ویلی دی."
په شخصي توګه د دې جوړ شوي فلم د ځینو صحنو له خپریدو وروسته په اسلامي نړۍ کې قهرجنې مظاهرې وشوې؛ چې پکې له دیرشو زیات کسان ووژل شول.
اوباما ملګرو ملتونو ته وویل، چې دا فلم ډیر خام او د نفرت وړ دې او زیاته یې کړه، چې موږ پوهیږو، چې ولې خلک په دې فلم دومره غصه څرګندوي، دا ځکه، چې په دوی کې په میلیونونو زموږ خپل خلک هم شامل دي.
اوباما زیاته کړه، چې د بیان ازادۍ، که له یوې خوا د دا ډول فلمونو جوړولو ته اجازه ورکوي ددې زمینه هم برابروي، چې د هغې په ځواب کې له کرکې ډکې څرګندونې وشي.
خو ده وویل، چې د تیرو دوو اونیو حملې نه یوازې په امریکا د حملې معنې لري، بلکه په هغو ټولو غوره هیوادونو د حملې په معنې ده، چې پر بنیاد یی د ملګرو ملتونو سازمان جوړ شوې.
اوباما په خپلو خبرو کې د منځني ختیځ او په تیره بیا د سوریی حالاتو ته هم اشاره وکړه او ویویل، چې د بشارالا سد رژیم باید پای ته ورسولې شي.
دده په وینا همدا د سوریی د خلکو د کړاوونو د پای ته رسولو او د یو نوي سباوون د پیل لار ده.
اوباما زیاته کړه، چې د سوریی راتلونکې باید له یو دیکتاتور سره، چې خپل خلک یی قتل عام کړي تړاو ونلري، بلکه د سنیانو، علویانو، کردانو او عیسویانو په ګډون د سوریی له خلکو سره تړلې وي.
اوباما په ورته وخت کې ایران تورن کړ، چې د بشارالاسد د رژیم ملاتړ کوي او نړۍ ته یو بل سرخوږې رامنځ ته کوي.
"د ایران حکومت پداسې حال کې، چې د خپلو خلکو حقوق محدودوي، په دمشق کې د یو دیکتاتور او په بهر کې د ترورستي ډلو ملاتړ کوي.
ایران په بیا بیا پدې کې پاتې راغلې، چې وښیۍ اټومي فعالیتونه یی د سوله ایزو مقاصدو لپاره دي او د ملګرو ملتونو په وړاندې خپل مسؤلیتونه ترسره کړي."
اوباما ملګرو ملتونو ته وویل، چې د ډیپلوماسۍ په وسیله د ایران د اټومي پروګرام د لانجې د هواري لپاره وخت لا محدود ندې.
اوباما وویل، چې امریکا د هیوادونو دې حق ته درناوې لري، چې د سوله ایزو مقاصدو لپاره اټومي انرژۍ ولري، خو ویویل، چې په اټومي وسلې سمبال ایران اسراییلو، د خلیج هیوادونو امنیت او د نړیوال اقتصادي ثبات ته یو خطر دې.
اوباما د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې ته په خپله وینا کې څو څو وارې د امریکا سفیر کریس سټیوین ته اشاره وکړه، چې د لیبیا په بن غازي ښار کې د امریکا په قونسلګرۍ په شوې حمله کې وژل شوې.
اوباما په شمالي افریقا او منځني ختیځ کې د سټیوین اوږدې تجربې ته په اشارې وویل، چې ده د سمندرونو او کلتورونو ترمنځ پلونه جوړ کړي او په نړیوالې همکارۍ کې یی ژوره پانګه ونه کړې وه، چې ملګري ملتونه یی وړاندې کوي.