د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ غویی ۱۴۰۴ کابل ۱۲:۰۷

"له تورلسته د طالب مشرانو د نومونو لرې کولو غوښتنه هغوی ته مشروعیت ورکول دی"


د ملي جبهې ګوند ویاند فیض الله ذکي
د ملي جبهې ګوند ویاند فیض الله ذکي
د افغانستان د حکومت سیاسي ګوندونو د ولسمشرکرزي له هغه څرګندونو سره مخالفت وښود؛ چې له ملګرو ملتونو څخه یې غوښتي چې د طالب مشرانو نومونه له تورلست څخه وباسي.

که څه هم افغان حکومت هڅه کوي چې د ملګروملتونو له تورلست څخه د طالب مشرانو نومونه لرې کړي؛ خو اپوزیسیون یا مخالف سیاسي ګوندونه وایي؛ ترڅو چې وسله وال طالبان خبرو اترو ته چمتو نه شي دا ډول غوښتنې به مثبته نتیجه ورنه کړي.

د ملي جبهې ګوند د ولسمشرکرزي دا غوښتنه د دې هیواد امنیت ته لوی ګواښ بولي او وایي، چې د جمهور رییس کرزي دا هلې ځلې طالبانو ته مشروعیت او قوت بخښي.

د دې جبهې ویاند فیض الله ذکي د چهارشنبې په ورځ آزادي راډیو ته وویل؛ چې طالبان سولې ته چمتو نه دي او له تورلست څخه د طالب مشرانو د نومونو لرې کول د ده په خبره د سولې له بهیر سره مرسته نکوي:

"دا هغه وخت امکان لري، چې هغوی لومړی په رسمي توګه سولې ته چمتوالی اعلان کړي، په دې برخه کې یوازې خبرې بس نه دي، طالبان باید په عمل کې له القاعدې سره اړیکې پرې کړي.

په داسې حال کې چې هغوی یو ګام هم نه پورته کوي نو دلته قضاوت له یوه لوري کیږي.

که د کرزي دغه غوښتنه عملي شي، طالبانو ته مشروعیت ورکوي او د حکومت مشروعیت کمیږي؛ دغه کار د تاوتریخوالي کچه نه شي کمولی او د امنیت په برخه کې لا ګواښونه رامنځ ته کولای شي."

ولسمشرکرزي د سې شنبې په ورځ د ملګروملتونو د عمومي اسمبلۍ په اوه شپیتمه غونډه کې په رسمي ډول وغوښتل چې د سولې د پروسې د بریا لپاره د طالب مشرانو نومونه د دې سازمان له تورلست څخه لرې شي.

افغان حکومت او د سولې عالي شورا باور لري چې د ملګروملتونو د سازمان له تور لست څخه د طالب مشرانو د نومونو پاکیدل کولای شي طالبان د سولې خبرو آترو ته را مات کړي.

خود ډاکټر عبدالله عبدالله په مشرۍ ملی ایتلاف وایی چې وسله وال طالبان همدا اوس له افغان حکومت سره په جګړه بوخت دي او د سولې لپاره یې لاتراوسه هیڅ ډول لیوالتیا نه ده ښودلې.

د دې ایتلاف ویاند فاضل سانچارکي وایی چې د ولسمشرکرزي دا څرګندونې چې د طالب مشرانو نومونه دې له تورلست څخه لرې شي،طالبانو ته یو لوی امتیاز ورکول دي:

"طالبان اوس هم له افغان حکومت سره مبارزې، جګړو، مخالفت او د نا امنیو رامنځ ته کیدو ته دوام ورکوي.

دوی سولې ته هیڅ چمتوالی نه ښيي.

په داسې شراېطو کې ولسمشر کرزی په وار وارمخالفینو ته د امتیازاتو د ورکولو خبره کوي، چې زما له نظره دا خبرې بې ځآیه دي".


افغان حکومت تردې وړاندې هم له نړیوالې ټولنې او امریکا څخه غوښتي چې د مهمو طالبانو نومونه له تورلست څخه لرې کړي،د افغان چارواکو په خبره په تورلست کې د طالبانو د نومونه موجودیت د سولې د خبرو آترو پر وړاندې لوی خنډ دی.

افغان حکومت او نړیواله ټولنه ټینګار کوي چې د افغانستان د روانې شخړې د حل ترټولو ښه لاره سیاسي روغه جوړه ده،خوهم افغان حکومت او هم نړیواله ټولنه وایی چې وسله وال طالبان باید د افغانستان اساسي قانون ومني او لس کلنولاس ته راوړنو ته درناوی وکړي.

خو وسله والو طالبانو لاتراوسه د سولې خبرو آترو ته غاړه نه ده ایښې او ټینګارکوی چې په دې برخه کې د دوی اساسي شرط له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتل دي.
XS
SM
MD
LG