د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۹ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۱:۳۷

لويې څارنوالۍ: پر عزیزالله لودین او عنایت الله نظري لګیدلي تورونه به وڅیړو


د افغانستان لویې څارنوالۍ تایید کړه، چې د ولسي جرګې د دفاعې چارو کمیسیون د هغې ادعا په اړه رسمي مکتوب ورسیدلی، چې له فساد سره د مبارزې د عالي ادارې مشر او د دفاع وزارت مرستیال یې په فساد تورن کړي دي.

د لویې څارنوالۍ له فساد سره د مبارزې د پوځي څارنوالۍ مشر غلام دستګیر رنجبر د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، چې دغه مکتوب یې د پارلماني چارو وزارت له خوا ترلاسه کړی او ډیر ژر به په دې اړه څیړنې پیل کړي.

ښاغلي رنجبر وویل، چې د لوی څارنوال په حکم یوه کمیسیون ته دنده سپارل شوې، چې د دغو تورونو په اړه هر اړخیزه څیړنه وکړي:

"کوم اسناد، چې د ولسي جرګې د دفاعې چارو کمیسیون د پارلماني چارو وزارت ته سپارلي وو، تیره ورځ ناوخته موږ ته را ورسیدل.

د هېواد لوی څارنوال د دغې موضوع د څیړلو امر وکړ، موږ د دې کار لپاره یو کمیسیون وټاکه، چې ډیر ژر به خپل کار پیل کړي.

د مکتوب په متن کې د ولسي جرګې د دفاعې چارو کمیسیون هغه ادعا راغلې، چې تاسې د رسنیو له لارې اوریدلې، له دې پرته نور څه په کې نشته."


شااوخوا شل ورځې وړاندې د ولسي جرګې د دفاعې چارو کمیسیون ادعا وکړه، چې له فساد سره د مبارزې د عالي ادارې مشر او د دفاع وزارت مرستیال هڅه کوله، چې د دفاع وزارت د البسې په یوه قرار داد کې شپاړلس میلیونه ډالره ترلاسه کړي.

د دغه کمیسیون مشر همایون همایون هماغه وخت د ولسي جرګې په انګړ کې خبریالانو ته وویل، چې عزیزالله لودین او عنایت الله نظري یې له همدې امله لویې څارنوالۍ ته هم معرفي کړي دي.

خو له فساد سره د مبارزې د عالي ادارې مشر عزیزالله لودین د ولسي جرګې د دفاعې چارو کمیسیون پریکړه، چې د ده مکتوب یې څارنوالۍ ته لیږلی له قانون سره په ټکر کې بولي او وایي، چې کمیسیون د دغه کار صلاحیت نه لري.

خو په هرحال عزیزالله لودین ازادي راډیو ته وویل، چې په دې ادعا کې دوی ته ډیر سپکاوی شوی دی او دی حاضر دی، چې د څیړنو لپاره لویې څارنوالۍ ته ولاړ شي.

لودین په ورته وخت کې ادعا کوي، چې د دفاع وزارت د البسې په یاد قرارداد کې دوی قانوني اجرات کړی او داسې راپورونه ورسیدلي، چې د دفاعې چارو د کمیسیون مشر همایون همایون خپله د قرارداد له ګتونکي څخه درې میلیونه ډالره اخیستي دي.

عزیزالله لودین وایي، چې دی هم د ولسي جرګې د دفاعې چارو کمیسیون د مشر همایون همایون د فساد په اړه ځینې اسناد او شکایتونه لري او لویې څارنوالۍ ته یې سپارلي دي.

په ورته وخت کې لویه څارنوالۍ وایي چې د عزیزالله لودین ادعاوې او مکتوبونه هم ورسیدلي او په دې اړه به قانوني پریکړه وکړي.

د عزیزالله لودین او همایون همایون ترمنځ وروستۍ دعوه په داسې حال کې لویې څارنوالۍ ته رسیدلې چې پخوا تر عدلي او قضايي ارګانونه د اکثرو دارنګه دعوو په سپیناوي کې پاتې راغلي دي.

راپور: اسدالله لودین، کابل
XS
SM
MD
LG