د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۷ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۱:۰۹

"په عام محضر کې په درو وهل غیرانساني سزا ده"


د نړېوالې عمومې بخښنې سازمان یا امنیستې انټرنشنل په افغانستان کې د ښځو پرضد د تاوتریخوالې په اړه یو راپور خپور کړی او په غزنې ولایت کې د یوې ۱۶ کلنې جنۍ د درو وهلو مسله یي په کې بیان کړې او څېړلې ده.

د دې سازمان په وینا، په درو وهل کې په عام محضر کې وي او که په بل ځای کې، ظالمانه، غیرانسانې او د سپکاوي او حقارت سزا ده او د ښځو پر ضد تاوتریخوالی اوشخړې په افغانستان کې یوه ستره ناروغې ده.

امنیستې انټرنشنل لیکي: د غزنې ولایت په جاغوري ولسوالۍ کې یوه سېمه یېز ملا، یوه شپاړلس کلنه جنۍ په دې ګناه په درو ووهله چې د هغه په وینا، له یوه هلک سره یي ناروا اړیکې درلودل.

د نړېوالې عمومې بخښنې سازمان زیاتوي، دریو ملایانو د سپتمبر په ۱۶ مه فتوا صادره کړې وه، چې دا جنۍ دې سل درې ووهله شي، چې دا په افغانستان کې د ښځو پر ضد د تاوتریخوالی یو ښکاره ثبوت دی.

امنیستې انټرنشل لیکي: د افغانستان ولسي جرګې د مسلې څېړنه پیل کړې او هېله ده، چې د ښځو پر ضد د تاوتریخوالي او ناوړه چلند نورې نا حل شوې دوسیې هم وڅېړې. خو افغان حکومت د نجیبې په نامه د یوې ځوانې ښځې دوسیه چې د جولای میاشت کې په پروان ولایت کې په غیر قانونې ډول وژل شوې وه، هم نه ده حل کړې.

د نړېوالې عمومي بخښنې سازمان له افغان حکومت څخه په ټينګه غواړې چې د ښځو پر ضد د تاوتریخوالي د له منځه وړلو قانون دي ژر تر ژره عملې کړي.

دا قانون په زور ودونه، په ښځو جنسي تیري، وهل ټکول او نورې شخړې جنایي اعمال بولي.

دا قانون د ۲۰۰۹ کال آګست میاشت کې توشیح شوی، خو تر اوسه په بشپړ ډول نه عملې کیږي.

جینز اسلامیک افییرز خپرونې په وروستۍ ګڼې کې په شانګهاي سازمان کې د اسلامی هېوادونو د غړیتوب او اغېز په اړه یو اوږد تحلیلې مضمون لیکلی او په یوې برخې کې یي لیکي:

د شانګهای سازمان د نړۍ تر ټولو ستر سازمان دی، شاوخوا ۳۰ میلیونه او ۱۸۹ زره کیلومیتره مربع ساحه یي را نیولې او یو نیم میلیارد نفوس په کې راټول شوي دي.

د دې سازمان ټول هېوادونه زیات شمېر مسلمانان لري او په خاص ډول د مرکزي اسیا څلور جمهوریتونه قزاقستان، ازبکستان، قرغزستان او تاجکستان د شوروي اتحاد له اشغال مخکې او وروسته وختونو کې په زړه پوري اسلامې فرهنګ لري.

چین او روسیه هم په همدې ډول زیات شمېر مسلمانان لري، خو د دې سازمان د چارو واګې د پیکنګ او مسکو په لاس کې دي او دوي له اسلامي تروریزم څخه سخت اندیښمن دي.

خپرونه لیکي: مسکو او د مرکزي اسیا حکومتونه افغان حکومت ته زیاتو مرستو ورکولو ته لیواله دي، خو چین نه غواړي له طالبانو سره دښمني وکړي او دا اندیښنه ورسره ده که سبا ورځ هغوې د کومې معاملې پر اساس صحنې ته شي، په افغانستان کې د دوي ګټو ته به زیان ورسوي.
XS
SM
MD
LG