د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۶

په اسلام اباد کې د یو شمېر سیمو امنیت پوځ ته وسپارل شو


د پاکستان دولت د اسلام اباد د یو شمېر حساسو سیمو امنیت وروسته تر هغې پوځ ته وسپاره، چې د پنجشنبې په ماښام د کورنیو چارو وزیر دغه ښار ته د ځينې سخت دریزو مذهبي ډلو د غړیو د ننوتو خبر ورکړ.

که څه هم دولت لا په دې باب ډير څه نه دي ویلي، خو ځينې پاکستاني رسنیو پوځ ته د نژدې کړیو له قوله خبر ورکړی، چې په سلګونو پوځيان د کورنیو چارو وزارت په غوښتنه رابلل شوي دي.

د کورنیو چارو وزیر رحمان ملک ویلي، چې د یو شمېر تندلارو مذهبي ډلو غړي د ورانکارۍ په موخه اسلام اباد ته ننوتلي دي.

د دغه اقدام له مخې کومې سیمې، چې پوځ ته سپارل شوي، په هغې کې د جمهوري ریاست ماڼۍ، عظمی صدارت، وزارتونه، د بهرنیو سفارتونو ځانګړې سیمه، ستره محکمه او یو شمېر نور مهم دولتي دفترونه په کې واقع دي.

د راپورونو له مخې د کورنیو چارو وزارت دغه اقدام وروسته ترهغې وکړ، چې د پنجشنبې تر غرمې وروسته یو زیات شمېر مظاهره کوونکي دغې سیمې ته ننوتل، پولیس يې وډبول او امنيتي پوستو ته يې اور ورته کړ.

په اسلام اباد کې دغه مظاهره د هغه امریکایی فلم پر ضد مظاهره وشوه، چې په کې د اسلام پیغمبر ته سپکاوی شوی.

مظاهره کوونکیو، چې ډيری يې زده کوونکي وو، د امریکا پر ضد شعارونه ورکول او د فلم د جوړونکي او لوبغاړو د محاکمې غوښتنه یې کوله.

په اسلام اباد کې د حساسو سیمو امنیت په داسې حال کې، پوځ ته سپارل شوی، چې حکومت لا له وړاندې په همدې ارتباط نن په ټول پاکستان کې رخصتي اعلان کړې.

د پاکستان صدارعظم راجا پرویز اشرف د چهارشنبې په ورځ د کابینې تر ځانګړې غونډې وروسته اعلان وکړ، چې حکومت يې د دغه فلم پر خپرولو سخت خواشینی دی او د احتجاج په توګه به د جمعې په ورځ په ټول پاکستان کې عمومي رخصتي وي.

نوموړي دا ورځ د رسول الله (ص) د مینې ورځې په نوم نومولې.

په عین حال کې د پاکستان ډيری سیاسي و مذهبي ګوندونو هم نن په ټول پاکستان کې احتجاجي مظاهرې اعلان کړي او له خپلو پلویانو يې غوښتې، چې د اسلام له ستر پيغمبر سره د مینې او عقیدت څرګندولو په خاطر دې په دغو مظاهرو کې ګډون وکړي.

که څه هم دغو ډلو له وړاندې پر خپلو پلویانو غږ کړی، چې له هر ډول تاوتریخوالي دې ډډه وکړي، خو په تیرو کلونو کې په یو شمېر اروپايي ورځپاڼو کې د اسلام د ستر پيغمبر د کاریکاتور د رسمولو په غبرګون کې په پاکستان کې شویو مظاهرو ته پام د تاوتریخوالي رامنځته کیدو اندېښنې موجودې دي.

د نورې اسلامي نړۍ په شان د پاکستان دولت او سیاسي و مذهبي ګوندونو له امريکا غوښتي، د هغه امريکايي فلم جوړوونکي او لوبغاړي دې مجازات کړي، چې پکې د اسلام ستر پيغمبر ته سپکاوی شوی دی.

بل خوا د پنجشنبې په ورځ یوشمیر پاکستاني تلویزیونونو په اسلام اباد کې د امريکا دسفارت هغه ويډيويي اعلامیه خپره کړه، چې پکې ددغه هیواد جمهور رئیس باراک اوباما او د بهرنیو چارو وزیره هیلري کلنټن له دغه فلم سره د خپل دولت او خلکو هر ډول ارتباط ردوي.

په پاکستان کې پر مسلمانانو سربیره مسیحیانو او نورو لږکیو هم په امریکا کې ددغه فلم خپریدل غندي او وايي،چې مذهبي سپکاوی نړېوال ثبات او د مذاهبو ترمنځ تفاهم ته زیان رسوي.

مجیب الرحمان انګار، پیښور
XS
SM
MD
LG