د امریکا د دفاع وزیر پنیتا د چېن او جاپان د حکومتي مقاماتو ترمنځ د احتمالي تیروتنې محاسبې د له منځه وړلو لپاره د تماسونو د زیاتولو غوښتنه وکړه.
د چین د دفاع وزیر« لینګ ګونګلي» وویل، چین حاضر دی چې له جاپان سره د ټاپوګانو د ملکیت په اړه خبرې وکړي، دغو ټاپوګانو ته په جاپان کې« سنکاکو» او په چین کې« دایو» وايي.
د چین د دفاع وزیر« لینګ» وویل، چین په دې اړه د اقدام کولو حق لري، خو هیله مند دی، چې د جاپان حکومت د ټاپوکانو پر سر را پيدا شوې مناقشه په مناسبه توګه حل کړي.
د جاپان حکومت تیره اوونۍ وویل، چې د ټاپوګانو د رانیولو په اړه له یوه خصوصي مالک سره موافقې ته رسیدلی دی.
د جاپان د دې اعلانه وروسته چېن دې ټاپوګانو ته نژدې څارونکي بیړۍ ولیږلې.
د چین د بهرنیو چارو وزیر وویل، چنايي بیړۍ، په دې ټاپوګانو کې د چین د سمندري حقونو پر اساس د قانون د عملي کولو ماموریت پر مخ بیايي.
د جاپان ساحلي ساتونکو وویل، چې د سې شنبې په ورځ نورې یوولس چینايي بیړۍ سیمي ته داخلې شوي دي.
د سې شنبې په ورځ د چېن له سلو څخه زیاتو ښارونو کې د جاپان د دې اعلان پر خلاف مظاهرې وشوې.
چینايي مظاهره چیانو په چین کې یو شمېر جاپاني دوکانونه او رستورانونه تخریب کړل، له همدې کبله جاپاني کمپنیو په چین کې خپل کارو بار ځنډولی دی.
د امریکا د دفاع وزیر« پنتیا» د خپل چینايي سیال« لینګ» سره د چین او امریکا ترمنځ د اړیکو په اړه هم خبرې وکړې. پنتیا د دواړو هېوادونو ترمنځ د نژدو اړیکو غوښتنه وکړه:
“زه غواړم تاسې په دې خبره پوه شئ، زموږ هدف دا دی چې په نړۍ کې د امریکا او چین ترمنځ د دوو اړخیزو اړیکو ټینګیدل ډیر مهم دي.”
دا راز د چین د دفاع وزیر« لینګ» هم وویل:
“زه هیله مند یم، چې دغه سفر به د چېن او د دې هېواد د پوځ په لا ښه پيژندلو کې له تاسو سره مرسته وکړي او زه امید لرم، چې دغه سفر به د چین او امریکا ترمنځ پوځي اړیکې ټینګي کړي. ”
پنیتا زیاته کړه، امریکا او چېن دواړه د ارام سمندر پوځي ځواکمن هېوادونه دي، دواړه هېوادونه په سیمه کې مشترکې ګټي لري، د“ د تروریزم څخه نیولې، د هستوي وسلو د پراخیتا، بشري مرستو، د مخدره موادو قاچاق، د سولې ساتل او داسې نورو مسایلو په اړه ګډي اندیښنې لري.”