د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۷ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۵:۳۴

"د جګړې په ډګر کې د افغان او نړیوالو ځواکونو ترمنځ د باور فضا پياوړې ده"


که څه هم له تیرو دوو ورځو راهیسې په افغانستان کې شپږ بهرني عسکر د خپلو افغان همکارانو په ډزو وژل شوي؛ خو ایساف وایي، چې اوس هم د جګړې په ډګر کې د افغان او نړیوالو ځواکونو ترمنځ د باور فضا پياوړې ده.

په کابل کې د ایساف ویاند ګوینټر کتز د دوشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل؛ چې له افغان حکومت سره یې په ګډه هڅې پيل کړي؛ ترڅو په راتلونکې کې د داسې پیښو مخنیوی وکړي.

کټز دغه ډول حملې ډیرې جدي بولي او وایي، چې دوی او افغان چارواکي یې اندیښمن کړي هم دي.

"زه په ډاډ سره وایم، چې دغو حملو ډیر خلک اندیښمن کړي، خو په ورته وخت کې تاسې داسې ځوانان او پیغلې موندلی شي؛ چې د خپل مسوولیت او د خپل ماموریت اهمیت یې درک کړي وي.

دوی د باور پراساس خپل ماموریت ته دوام ورکوي، افغان او نړیوال ځواکونه له پخوا څخه یو پربل باوري وو.

زموږ درک دادی، چې افغان او نړیوال ځواکونه د جګړې په ډګر کې یو پربل زیات باور لري."


له دې وړاندې د امریکا د ګډو ځواکونو لوی درستیز مارټین ډیمپسې هم د دغو حملو په اړه ژوره اندیښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي؛ چې دا حملې د افغانستان جګړې ته یولوی ګواښ دی.

پربهرنیو ځواکونو د افغان سرتیرو وروستې حمله د یکشنبې په ورځ سهار په زابل ولایت کې رامنځ ته شوه؛ چې یوه پولیس د ناټو څلورعسکر په ډزو ووژل.

د روان کال له پیل راهیسې افغان سرتیرو په خپلو بهرنیو همکارانو شااوخوا پنځه دیرش مستقیمې حملې کړي؛ چې ۵۱ نړیوال سرتیري یې وژلي دي.

ایساف د وسله والو طالبانو له خوا د هلمند پر بسشن پوځې هډې وروستۍ حملې ته په اشارې وایي؛ چې له دې وروسته به د پوځي هډو امنیتي تدابیر ډیر پياوړي کړي.

د وسله والو مخالفینو په دې حملې کې د ایتلافي ځواکونو شپږ جنګي الوتکې له منځه ولاړې، دوه عسکر یې ووژل شول او اته نور ټپيان شول.

د ایساف ویاند ګویڼتر کټز وایي دا ډیره لویه او منظمه حمله وه او دوی د راتلونکې لپاره ترینه عبرت واخیست.

"موږ له دې حملې څخه درسونه واخیستل، په دې اړه له تحقیقاتو وروسته به د خپلو هډو امنیتي تدابیر مناسب او پیاوړي کړو.

وسله والو مخالفینو د جګړې وړتیا له لاسه ورکړې او امنیتي سکتورو په افغانستان کې ورځ تربلې د ښه کیدو په حال کې دی.

مخالفین هغو حملو ته ډیره مخه کوي چې رسنۍ ځآن ته جلب کړي. دغه حمله د ټول افغانستان امنیتي وضیعت نه منعکسوي."


ایساف وایي، پرنړیوالو ځواکونو د افغان سرتیرو د حملو د مخنیوي په هڅو کې دامهال افغان امنیتي ځواکونو ته فرهنګي زده کړې ورکول کیږي؛ ترڅو خپل نړیوال همکاران په ښه توګه وپیژني.

ایساف وایي، له افغان حکومت سره یې په ګډه استخباراتي فعالیتونه هم ګړندي کړي ترڅو د دې ډول حملو مخنیوی وکړي.

راپور: اسدالله لودین
XS
SM
MD
LG