د کابل پوهنتون، ښوونې اوروزنې او پول تخنیک د پوهنتونو محصلانو د یکشنبې په ورځ د کابل پوهنتون مخې ته مظاهره وکړه.
مظاهره کوونکو چې شمېر یې سلګونو ته رسیده، د یو امریکایي فلم جوړونکی عمل یې وغنده او د هغه محاکمه یې وغوښته.
دوی ازادي راډیوته وویل، په جوړ شوي فلم کې د اسلام د پیغمبر(ص) سپکاوی شوی او دوی یې د زغملو توان نه لري.
"په دې فلم کې زموږ دیني مقدساتوته سپکاوی شوی، موږ دا عمل غندو او تاکید کوو چې د پېښې عامل دې ونیول شي او جزا دې ورکړل شي او له حکومته هم هیله کوو؛ چې دا مساله جدي ونیسي."
مظاهره چیانو په پای کې په یوه پریکړه لیک کې د نړۍ له اسلامي هیوادونو څخه وغوښتل؛ چې هڅې دې وکړي، څو د دغه فلم جوړونکي محاکمه شي.
مظاهره چېانو د امریکا بیرغ ته هم اور واچاوه.
تیره ورځ ولسي جرګې هم په یوې اعلامیه کې د امریکایي فلم جوړونکي دا عمل غندلی او د هغه مجازات یې غوښتي دي.
د ولسي جرګې اعلامیه چې د جرګې منشي عبدالستار خواصي لوستی، په یوې برخه کې یې د خلکو احساساتو ته هم اشاره شوې او په کې ویل شوي؛ چې د هیواد مسلمان دې د پیښې په وړاندې له احتیاط څخه کار واخلي.
"د افغانستان د اسلامي جمهوریت ولسي جرګه د دې فلم د جوړېدو او خپریدو پر وړاندې خپله کرکه څرګندوي؛ دا عمل د اسلام د اصولو او ټولو نړیوالو نورمونو پرخلاف عمل ګڼي او هیله ده؛ چې د پیښې عامل دې محاکمه شي.
له خلکو هیله ده، د احساساتو پرمهال دې له تاوتریخوالي ډډه وکړي."
دا فلم چې څو ورځې مخکې په یوټیوب کې خپور شوی د مسلمانو د قهر او کرکې سبب شوی دی.
د یاد فلم پر وړاندې د یوشمېر عربي هېوادونو د خلکو مظاهرې په تاوتریخوالي اوښتي او مرګ ژوبله په کې هم رامینځته شوې ده.
د فلم پر وړاندې د افغانستان خلکو هم کرکه ښودلې او په ځینو ولایتونو لکه: ننګرهار، خوست، هرات، کابل او داسې نورو کې یې مظاهرې کړي چې ټولې منظمې او په سوله ییزه توګه پای ته رسیدلی دی.
راپور: خان محمد سیند