د افغانستان د فواید عامې وزیر وايي له ازبکستان څخه د حيرتان بندر له طريقه د مزار شريف تر هوايي ډګره پورې د ٧٥ کيلومتره په اوږدوالي د رېلګاډي پټلۍ فعاله ده چې دا مهال انتقالات ورباندې کېږي.
ډیپلوم انجنیر نجیب الله اوژن له ازادۍ راډيو سره په خبرو کې وويل په پام کې ده د حلقوي سړکونو په څېر افغانستان د رېلګاډي د حلقوي پټلۍ په مرسته سره وصل شي:
”موږ په ټوله کې د ٣٦٤٥ کيلومترو په اوږدوالي حلقوي سړکونه لرو چې غواړو د رېلګاډي حلقوي پټلۍ هم ولرو. دا پټلۍ به د افغانستان د کانونو له پټليو سره وصلېږي، موږ په افغانستان کې د رېګاډو د پټلۍ د يوې قوي شبکې پر جوړېدو کار کوو“
د فوايد عامې وزير وايي بل پروګرام دا دى چې د رېلګاډي د ٢٣٠ کيلومترو په اوږدوالي د يوې پټلۍ په مرسته شېرخان بندر د جوزجان ولايت له اقينې بندر سره وتړل شي او د ١٩١کيلومترو په اوږدوالي بله پټلۍ به د ايران له خواف څخه هرات، بيا کندهار او وروسته پاکستان ته غزول کېږي.
ده وويل د افغانستان په ختيځ کې هم د رېلګاډي د کرښو د جوړولو پلان شته، چې له جلال اباد څخه به تورخم ته وغزول شي.
انجنیر نجیب الله اوژن وويل لس يا ١٥ کاله وروسته به د افغانستان عمده برخې د رېلګاډو د پټلۍ په مرسته وتړل شي:
”هيله من يو په راتلونکو لسو يا ١٥ کلونو کې وکړاى شو د افغانستان پټلۍ سره وصل کړو. نړيوالې ټولنې هم د دغو پټليو لپاره تر ٢٠١٣م کاله پورې د ٢٤٠ مليونه ډالره مرستې ژمنه کړې ده“
د فوايد عامې وزارت وايي د پټليو په برخه کې افغانستان په کافي اندازه متخصصان نه لري، ځکه نو ٢٠ تنه افغانان چين او څو تنه به د روزنې لپاره امريکا ولېږل شي.
په افغانستان کې د رېلګاډو د حلقوي پټلۍ د جوړېدو خبرې په داسې حال کې کېږي چې په افغانستان کې زياتېدونکو ناامنيو په دغو پروژو کې د ځنډ او خنډ اندېښنې زياتې کړي. ځينې افغانان په تېرو يوولسو کلونو کې د بشپړو شويو پروژو له خراب کيفيت څخه هم شکايتونه لري.