د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۵ زمری ۱۴۰۰ کابل ۰۸:۰۰

د اټومي انرژۍ نړېوالې اداره د ایران په اړه پریکړه لیک تصویبوي


ټاکل شوې د اټومي انرژۍ د نړېوالې ادارې مديره هيئت د پنجشنبې په ورځ يو پرېکړه ليک تصويب کړي، چې د نړېوالو قدرتونو له خوا پر ايران انتقاد کېږي او بل هدف يې دا دى چې اسرائيل پر ايران له پوځي اقدام څخه راوګرځوي.

له ٣٥ هېوادونو جوړې د اټومي انرژۍ د ادارې د چهارشنبې د ورځې غونډې ته دغه اقدام وروسته تر هغه معرفي شو، چې د لوېديځو هېوادونو دغه راز روسيې او چين ترمنځ، چې د تهران په وړاندې نرم دريځ لري، د څو ورځو لپاره ناندرۍ روانې وې.

د دې پرېکړه د مسودې متن کې چې د فرانسې خبري اژانس ته هم رسېدلى، په دې اړه سخته اندېښنه ښوول شوې، چې ايران د ملګرو ملتونو د امنيت شورا له پرېکړه ليکونو سرغړونه کړې او د يورانيمو د بډايولو چارې يې نه دي ځنډولي، دا هغه پروسه ګڼل کېږي چې د سوله ييزو اهدافو لپاره هم ورڅخه استفاده کېدى شي، خو د اټومي وسلو لپاره هم ګټه ترې اخيستل کېږي.

ټاکل شوې د اټومي انرژۍ د نړيوالې ادارې مديره هيئت پر دې تازه پرېکړه ليک د پنج شنبې ناوخته مباحثه وکړي او وروسته رايه ورکړي، که څه هم ډيپلوماتان وايي ځينې غړي هېوادونه به په دې مسوده کې د اصلاحاتو غوښتنه هم وکړي او ښايي د تصويب چارې يې تر جمعې پورې وځنډوي.

د مسودې په متن کې د اټومي انرژۍ د ادارې هغه شکايتونه رابرسېره شوي چې د ايران په پارچين پوځي اډه کې اټومي فعاليتونو ته په کې اشاره شوې، دغه اداره شک لري چې دغلته د اټومي وسلو څېړنه روانه ده او له ايران څخه غوښتل شوي چې د دوى مفتشانو ته اجازه ورکړي، څو دا ځاى وګوري.

ايران وايي د اټومي پروګرام پراختيا يې سوله ييز هدف لري. د ملګرو ملتونو امنيت شورا شپږ پرېکړه ليکونه تصويب کړي چې له څلورو هغو سره يې پر ايران بنديزونه ضميمه شوي دي.

د دې تر څنګ امريکا او اروپايي ټولنې هم پر ايران يواړخيز اضافي بنديزونه لګولي چې د ايران د تېلو صادرات په سختۍ سره تر فشار لاندې راولي، په همدې حال کې د اروپايي ټولنې د بهرنيو چارو وزيرانو تېره اوونۍ وويل دوى د ايران په وړاندې پر اضافي اقداماتو غور کوي.
XS
SM
MD
LG