د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۳

پاکستاني پوځيان له پولو راوښتي او په کونړ کې یی پوستې جوړې کړي


د کونړ اوسیدونکي وايي، چې په دې وروستیو کې د پاکستان پوځ له خپلو ټاکلو پولود کونړ خاورې ته راوښتي دي او د کونړ په لوړو څوکو يي خپلې پوستې جوړې کړې دي.

د کونړ ولایت د پاکستان د مومندو، باجوړ،دیر او چترال سیمو سره نژدې دوه سوه او پنځوس کیلومتره سرحد لري، چې د خلکو په وینا د پاکستان پوځ د ډیورنډ له کرښې د افغانستان خاورې ته ننوتي او د کونړ په لوړو څوکو يي امنیتي پوستې جوړې کړي دي.

د ناړۍ ولسوالۍ څو تنو قومي مشرانو ازادي راډیو ته وویل، چې پخوا د پاکستان پوځ د دیر په شاهي او نورو سیمو کې امنیتي پوستې درلودې، خو اوس له هغو ځایونو په سلګونه متره د افغانستان خاورې ته داخل شوي او دلته په لوړو غرونو سنګرونه جوړ کړي دي:

"پاکستان پوځ خپلې پوستې په لوړو څوکو کې جوړې کړي دي، که ماسره دوربین وي نو تاته زه د پاکستان پوستې ښودلی شم، ډیر رامخکي شوي دي، د دوی مورچې پخوا د دیر د چولتن نه راپورته نه وې.

((موږ يي چې راحصار کړي یو او په توپونو مو ولي، ځکه چې اصلي افغانان دغو ځایونو پاڅوي او خپل کسان په کې ځايوي."


د دانګام ولسوالۍ یو تن قومي مشر منزمین خان وايي، چې د پاکستان پوځ په افغانستان کې د جنګونو او د ولسمشر کرزي د حکومت پرمهال په سلګونه متره وړاندې راغلي دي او خپل سرتیري يي د افغانستان په خاوره کې ځای پر ځای کړي.

بل خوا د کونړ والي سید فضل الله وحیدي په یوه ځانګړي مرکه کې ازادۍ راډیو ته وویل، چې دوي ته هم داسې خبرونه را رسیدلي، چې ګنې پاکستانی پوځ د کونړ په سرحدي ولسوالیو کې وړاندې راغلي:

"پرمختګ يي په خپله خاوره کې کړی دی، چې دا هم د هېوادونو د تعهداتو خلاف خبره ده، که یو څوک پرمختګ کوي باید موږ ته ووايي، اوس زموږ ملي اردو او سرحدي پولیس د دې توان لري، چې د خپلو سرحدونو څخه دفاع وکړي."

دا یوازې د کونړ اوسیدونکي نه دي، چې د افغانستان په خاوره کې د ګاونډي هېواد پاکستان د ځواکونو د پرمختګ له امله شکایت کوي، بلکې له دې وړاندې د ننګرهار، خوست او نورو سرحدي ولایتونو اوسیدونکو دیته ورته شکایتونه کړي دي، خو تر اوسه افغان حکومت پاکستان او نورو ګاونډیانو سره د سرحدي سیمو د ساتنې او خپلو حدودو د معلومولو لپاره کوم داسې قدم نه دی پورته کړی، چې ګاونډیان له نور پرمختګ څخه منع کړي.

روح الله انوري، کونړ
XS
SM
MD
LG