د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۰

په کراچۍ کې د اورلګیدنې په پیښه کې ۲۸۹تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی


په کراچۍ کې د روغتیا وزارت او پولیسو مسوولین وايي، د اور لګیدنې په هغه پيښه کې چې د سې شنبې په ماښام د جامو په یوه فابریکه کې لګیدلی ۲۸۹ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی، خو اندیښنه يې څرګنده کړې چې ښايي اصل شمیر نور هم لوړ شي.

د جامو جوړولو په دغه فابریکه کې، چې د یو شمېر ښځو په ګډون شاوخوا څلور سوو تنو په کې کار کاوه د سې شنبې په ماښام ناڅاپه اور ولګید او د سترګو په رپ کې د فابريکې ټولو برخو ته خور شو.

د کراچۍ د ملکي روغتون مشر ډاکتر افتاب چنړ وايي، ډیری مړي داسې سوځيدلې دي، چې پيژندنه يې ګرانه ده:

"ځینې مړي داسې سوځیدلي، چې پيژندنه يې ګرانه ده او وارثان یا خپلوان يې هم ندي راغلي، خو کوم،چې د پيژندنې وړ وو یا د کورنیو له خوا يې پيژندل شوي هغه مو ورته سپارلي دي.

د دې لپاره، چې په مرده خانه کې نور د مړیو د ساتنې ځای نشته ډاکتران په ډيرې چټکۍ سره کوشش کوي چې د مړیو د پيژندنې سلسله زر تر زره بشپړه کړي.

تر اوسه ۲۸۹ مړي رایستل شوي دي خو په خواشینۍ سره به ووایم چې اصل شمیر نور هم لوړیدی شي."


نوموړی وايي، د چهارشنبې تر ماښامه له سوځيدلې فابریکې څخه ۲۸۹ تنه مړي رایستل شوي، خو زیاته يې کړه چې د نجات عمله لا هم د فابریکې ځينې برخو ته نه ده رسیدلې او ګومان کیږي چې تر نړیدلې ودانۍ لاندې به لا هم ځینې مړي پراته وي.

بل خوا د کراچۍ پولیسو سرچینو د چهارشنبې په ماښام وویل، چې تر شلو ساعتو پرله پسې هڅو وروسته د اطفايې عمله د اور په وژلو بريالي شول.

د دغه ښار یوه عالي رتبه دولتي مقام یا کمشنر روشن علي وايي، د نجات عمله د فابریکې ډيری برخو ته رسیدلي خو لا هم له ډيرو مشکلاتو سره مخ دي.

نوموړي، چې په کراچۍ کې یې ژورنالیستانو ته معلومات ورکول وویل، پولیسو د پيښې د نوعیت په باب خپل تحقیقات پيل کړي دي او ژمنه يې وکړه چې ډير زر به يې حتمي پایلې اعلان شي :

"د پولیسو تحقیقاتي ټيم ټاکل شوی او دنده ورته سپارل شوې، چې په درېيو ورځو کې دننه دننه به خپل راپور تکمیلوي او عالي رتبه مقاماتو ته به يې سپاري.

په راتلونکي کې د ورته پيښو د مخنیوي په خاطر مې لږه شيبه وړاندې د فابریکو د مسوولینو او خاوندانو یوه ځانګړې غونډه رابللې وه او هغوی ته مو لارښوونه وکړه چې ټول باید احتیاطي تدابیر ترسره او لازم اقدامات وکړي څو دغسې دردوونکې پيښه بیا تکرار نشي."


د دغې فابریکې ځينې کارکوونکيو، چې ژوندي وتلي له پاکستاني رسنیو سره په خبرو کې وویل، چې فابریکې له مرکزي وره پرته بله هيڅ لاره نه لرله چې په بیړني حالت کې کارکوونکي ځانونه وژغوري.

د پيښې عیني شاهدان وايي یوشمیر خلک يې لیدلي، چې د فابریکې له درېيم پوړه يې ځانونه راغورځول.

پولیسو هم د فابریکې خاوند ملامت ګڼلی، چې په دغسې حالاتو کې يې د خپلو کارکوونکیو د ژوند ژغورنې لپاره هیڅ ډول اقدامات نه و کړي.

ویل کیږي، چې د جامو په دغه فابریکه کې د يوشمیر ښځو په ګډون ټولټال څلور سوو کسانو کار کاوه خو پولیسو د یوشمیر کارکوونکیو له قوله ویلي، چې د پيښې پر مهال څه باندې درې سوه تنه پکې موجود وو.

په عین حال کې پولیس دغه شمیره نه تائيدوي او وايي، چې د تحقیقاتو تر بشپړیدا پورې په دې باب هیڅ نشي ویلی.

د کراچۍ په ګډون په پاکستان کې د بیلابیلو مصنوعاتو په زرګونو فابریکې فعالې دي، خو کارکوونکي یې شکایت کوي، چې ددوی ژوند او نورو اساسي مسایلو ته هیڅ ډول پاملرنه نه کیږي.

دوی له اړوندو دولتي ادارو نه په دې برخه کې د جدي اقداماتو او پاملرنې غوښتنه کوي څو په راتلونکي کې ددغه ډول پيښو مخه ونیول شي.

راپور: مجیب الرحمان انګار
XS
SM
MD
LG