د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۸ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۱:۰۱

د پاکستان د صبر کاسه د افغان مهاجرو له امله په ډکیدو ده


د لويديځ څو ورځپاڼو افغان امنيتي ځواکونو ته د بګرام د زندان د واک سپارلو موضوع څيړلې ده.

انډيپنډنټ ورځپاڼه ليکي، امريکايانو د دې زندان مسووليت هغه وخت په غاړه واخيست؛ چې طالبان په تېښته و او د غرب ملاتړي جنګسالاران چې د مخدر موادو په قاچاق بوخت وو، بيا واکمنان شول.

د انډيپنډنټ ورځپاڼې په باور افغانانو ته د دې زندان د مسووليت سپارلو مساله په داسې وخت کې رابرسيره شوې ده، چې طالبانو هم د جګړې په ډګر کې، هم په سياسي ډګر کې او هم د روغې جوړې په ډګر کې ظهور کړي دي.

د لويديځ يو شمېر نورې ورځپاڼې بيا د بګرام د زندان په اړه پوښتنه کوي، افغان ځواکونو ته د دې بنديخانې له سپارلو سره به له بنديانو سره څه کيږي؟ له هغوي سره به چلند ښه شي يا به د هغوي وهل ډبول ډير شي؟

بل لور ته د لويديځ د ځينو ورځپاڼو په وينا که افغان حکومت د بګرام د زندان يو شمېر بنديان خوشې کړي، هغوي به بيا له طالبانو سره يوځای نه شي؟

امريکايانو د بګرام په زندان کې د القاعده ځيني غړي، د طالبانو يو شمېر مشران او د هغوي پاکستاني ملاتړي بنديان کړي دي.

يوه بله غربي ورځپاڼه لاس انجلس ټايمز بيا د پاکستان او افغانستان اړيکو ته انديښنه څرګنده کړې ده.

دغه ورځپاڼه په خپله تازه ګڼه کې ليکي، د پاکستان د صبر کاسه نوره د افغان مهاجرو له امله په څڅيدو ده.

په پاکستان کې د افغان کډوالو د اوسيدو قانوني موده د روان ميلادي کال تر پايه پای ته رسيږي او د لاس انجلس ټايمز په باور افغانان له پاکستانه د ايستلو له خطر سره مخامخ دي.

د ورځپاڼې په اند خپله مهاجرين په دې نظر دي، چې هغوي د دوو کاڼو ترمنځ ووړه شوې دي، يوه لور ته په افغانستان کې سياسي او اقتصادي ستونزې دي او بل لور ته کوربه هېواد پاکستان پرې فشار راوستي دی.

ورځپاڼه د پاکستاني چارواکو په وينا ليکي، ستونزه د افغان حکومت ده چې په تيرو لسو کلونو کې نه دي توانيدلي چې افغانستان ته د مهاجرو د بيا ستنديو لاره هواره کړي او په دې ډول پاکستان د ټولو درې نيم میليونه خلکو بار په اوږو وړي.

ورځپاڼه په همدې اړه په پاکستان کې د ملګرو ملتو د کډوالو د چارو د استازي خبرې هم رااخيستې دي چې وايي، پر مهاجرو د پاکستان فشار چې افغانستان ته ستانه شي، پرته له څه شکه د کابل او اسلام اباد پر نازکو اړيکو منفي اغيز کوي.

د لاس انجلس ټايمز په باور د افغان مهاجرو ايستل په نړيواله کچه د پاکستان پر حيثيت هم ناوړه تاثير کولي شي او ښايي له دې پريکړې سره پر پاکستان بشري مرستې بندې شي.

ورځپاڼه بيا ليکي، په داسې شرايطو کې پاکستان ته پکار دي چې د افغان کډوالو د ستونزې لپاره غوره لاره پيدا کړي. لاس انجلس ټايمز څرګندوي چې ملګري ملتونه هم اوس هڅې کوي چې د پاکستان حکومت قانع کړي چې د افغان مهاجرو له يوځايي او وار له مخه ايستلو ډډه وکړي.
XS
SM
MD
LG