د بګرام په هوایي ډګر د تیرې شپې راکټي حملې، چې په کې یو شمېر افغان او بهرنیو سرتیرو ته مرګ ژوبله اوښتې د پروان ولایت د امنیت په اړه ځینې ژورې اندېښنې پیدا کړي.
د بګرام په هوایي ډګر د توغندي دا حمله په داسې حال کې شوې، چې افغان او بهرنیو ځواکونو په کوه صافي کې د یو لړ عملیاتو لپاره تیاری نیوه.
زموږ د خبریال د معلوماتو له مخې د پروان ولایت او ایساف چارواکي دا تاییدوي، چې په دې حمله کې چینوک هلي کاپټره له منځه تللې، خو د مرګ ژوبلې په اړه یې معلومات ضد او نقیض دي.
د پروان د والي ویاندې میرمن روشنا خالد زموږ خبریال ته په خبرو کې د افغان ځواکونو مرګ ژوبله تایید کړه، خو د ایساف ځواکونو د مرګ ژوبلې په اړه یي بې خبري وښودله:
"الوتکۍ په کوه صافي سیمه کې د عملیاتو لپاره په هوایي ډګر کې د الوتنې لپاره تیارې نیوه، چې توغندې ولګید.
په دې حمله کې د ملي امنیت درې کارکوونکي مړه او درې نور ټپیان شول.
دا توغندې خپله د همدې ولسوالۍ له اړوندې کومې سیمې نه توغول شوې وو، د بهرنیو ځواکونو د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه لرو."
خو بل لور ته د پروان ولایت د امنیی قومندان وایی، چې په دې حمله کې د ملي امنیت څلور کارکوونکي وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.
د ده د معلوماتو له مخې دا توغندۍ د بګرام په جنوب لویدیځ کې د قره باغ له ولسوالۍ توغول شوې وو، خو ده د حمله کوونکو د تعقیب او نه تعقیب په اړه څه و نه ویل.
د ده د معلوماتو له مخې که څه هم په دې حمله کې د ایساف ځواکونو هلي کاپټره له منځه تللې، خو د ایساف ځواکونو د مرګ ژوبلې په اړه یې معلومات ورنه کړل.
د ایساف ځواکونو یو ویاند د دې خبرې په تایید، چې په دې حمله کې یې هلې کاپټره له منځه تللې دا هم وویل، چې د دوي دوه سرتیري ټپیان شوي دي:
"په هغه څه، چې موږ اوس پوهیږو دا دي، چې په دې حمله کې د افغان امنیتي ځواکونو درې سرتیري وژل شوي او د ایساف کوم سرتیرې نه دې وژل شوې.
زه یوازې دا تاییدوم، چې په دې پیښه کې د ایساف سرتیري ټپیان شوي دي، خو زموږ د پالیسۍ له مخې موږ نشو کولای د هغوي هویت بیان کړو."
د امنیتي چارو ځینې پوهان بیا دې حملې ته په اشارې وایې، چې په پروان ولایت کې امنیتي وضع خرابه شوې ده او د دوی په وینا دا په حقیقت کې د کابل امنیت ته یو ستر ګواښ دی.
د ازادۍ راډیو خبریال وایی، چې له تیرو څو میاشتو راهیسې د پروان ولایت امنیتي وضع په بې ساري ډول د خرابیدو په لور روانه ده او له دې بابته په حکومت د خلکو انتقادونو هم زور اخستې دې.
دا حمله پداسې وخت کې شوې، چې تر دې مخکې د امریکا د لوی درستیز په الوتکې هم حمله شوې وه، خو دې په الوتکه کې نه وو.