د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ غویی ۱۴۰۴ کابل ۱۲:۰۵

"باید د تل لپاره هڅه وکړو، چې افغانستان بیا د تروریزم په ځاله بدل نه شي"


په افغانستان کې د امریکایي اوناټو ځواکونو عمومي قومندان وایي، چې افغانستان ته د نړیوالې ټولنې د راتلو هدف له ترویزم سره مبارزه وه او هڅه کوي؛ چې دغه ماموریت په بریالیتوب سره پای ته ورسوي.

د امریکایي او ناټو ځواکونو عمومي قومندان جنرال جان الن د سه شنبې په ورځ په کابل کې د سپتمبر د یولسمې حملې د قربانیانو په یاد غونډه کې ترویزم یو بې سرحده نړیوال ګواښ وباله او ویې ویل چې د له منځه وړلو لپاره یې نړیواله مبارزه روانه ده.

جنرال الن ډاډ څرګند کړ، چې افغانستان به بیا د ترویزم په ځاله نه بدلیږي.

"موږ باید هغه څه پای ته ورسوو، چې په افغانستان کې مو پیل کړي دي. موږ باید د تل لپاره دا هڅه وکړو، چې افغانستان بیا د ترویزم په ځاله بدل نه شي.

د افغانستان خلک هم خوښ دي چې د ازادي لپاره قرباني ورکړي.

موږ د یوې ښې راتلونکې لپاره په ګډه کار کوو، زموږ ټول پام د افغانستان راتلونکې ته دی.

له ترویزم سره د مبارزې په برخه کې زموږ تعهد پياوړی او نه ماتیدونکی پاته دی."


یوولس کاله مخکې د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر په یولسمه نیټه د امریکا د دفاع وزارت ودانۍ یا پنټاګون او په نیویارک کې لوی سوداګریز برجونه د څو الوتکو په مرسته ترحملې لاندې راغلل.

په دغې پیښه کې چې امریکایان یې د بشریت او انسانیت ضد حمله بولي شا او خوا درې زره امریکایان ووژل شول.

امریکا د دغو حملو پړه په القاعده شبکې واچوله او د همدې کال په اکتوبر میاشت کې له خپلو متحدینو سره د دغې شبکې د ځپلو په مقصد افغانستان ته راغله.

د امریکایي او ناټو ځواکونو عمومي قومندان وایي، چې په دې یولس کلنه دوره کې نړیوالو ځواکونه د افغان همکارانو په ملګرتیا ډیرې لاسته راوړنې لري.

جان الن په دې اړه وایي:

"افغانستان له تیارو څخه د راوتو په حال کې ده، په تیرو کلونو کې موږ او افغان حکومت د پام وړ بدلونونه رامنځ ته کړي.

نن د ډیرو عملیاتو رهبري خپله افغان په غاړه لري، افغان ځواکونه د خپلو هیوادوالو ساتنه کوي.

وړې نجونې په میړانې سره ښونځیو ته ځي، موږ په هغو سیمو کې د افغانستان بیرغ وینو چې کلونه کلونه هلته نه وو رپیدلی.

مونږ په افغانستان کې د ځوانې دیموکراسي شاهدان یو."


نوموړي وویل، چې نړیواله ټولنه او افغان حکومت باید هڅه وکړي، چې په دغه هیواد کې د ترویزم قرباني په اوبو لاهو نه شي.

که څه هم امریکایي او ناټو ځواکونه په تیرو یولسو کلونو کې د زیاتو لاسته راوړنو ادعا کوي؛ خو افغان کارپوهان وایي، چې تراوسه هم په افغانستان کې امنیتي، اقتصادي او سیاسي ستونزې پرځای پاتې دي.

بل خوا د افغانستان په یو شمیر ولایتونو کې وسله وال طالبان او یوشمیر نورې وسله واله ډلې یوځل بیا راپورته شوي او د نړیوالې ټولنې ماموریت یې له جدي ستونزو سره مخ کړی دی.

راپور: اسدالله لودین
XS
SM
MD
LG