د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۷

د بګرام زندان د انتقال په اړه د افغانستان او امریکا اختلافات


افغان حکومت ته د بګرام زندان له سپارلو سره سره امریکایي چارواکي وايي، چې دوی لا هم د کسانو د نیولو او توقیف کولو واک لري.

خو افغان حکومت بیا د مارچ له موافقې وروسته د امریکایی ځواکونو لخوا د افغانانو له نیولو او توقیف کولو سره مخالفت څرګندوي او دا کار د شوې موافقې په خلاف بولي.


د بشر د حقوقو دا وکیل وايي، چې له افغان او امریکایي چارواکو سره له خبرو داسې ښکاري؛ چې دوی د بګرام زندان د انتقال او په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو له خوا د کسانو د نیولو او توقیف کولو د راتلونکي په اړه جلا برداشتونه لري.

دا زندان په مارچ میاشت کې د دواړو خواو ترمنځ د شوی موافقې له مخې د تیرې دوشنبې په ورځ افغان حکومت ته وسپارل شو.

افغان حکومت ټینګار کوي، چې د دې زندان له سپارلو وروسته امریکایان د هیڅ راز توقیف حق نه لري؛ خو امریکایي چارواکي بیا وايي، چې دوی به د کسانو نیولو او توقیف کولو ته دوام ورکړي.

کریس روګرز له ازادۍ راډیو په یوه مرکه کې دا هغه مهمې پوښتنې وبللې؛ چې لا هم حل شوي نه دي او دا به په راتلونکو کلونو کې د دواړو خواو ترمنځ په بنیادي مسایلو بدل شي.

"له افغان او امریکایي چارواکو سره زموږ له خبرو اوس دا واضح شوی، چې دوی د بګرام زندان د انتقال د مفهوم او دا، چې دا به په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو له خوا د کسانو د نیولو او توقیف کولو د واک لپاره څه ډول مفهوم ولري جلا نظرونه لري.

دا پوښتنې حل نه شوې پاتي او دا به په راتلونکو څو کلونو کې د دواړو خواو ترمنځ په بنیادي مسایلو بدل شي."


روګرز وویل، چې امریکایانو په دې موافقه کې دا حق هم ځان ته خوندي ساتلی؛ چې د دوی د موافقې پرته له دې زندان څخه څوک نه شي خوشې کیدای.

خو افغان ولسمشر په یوه اعلامیه کې ویلي، چې دوی به ټول هغه کسان خوشې کړي؛ چې بې ګناه په دې زندان کې ساتل کیدل، البته کوم کسان، چې ګناهګار دي، د اعلامیی له مخې د افغانستان د قوانینو په رڼا کې به سزا وویني.

د دې زندان د انتقال په اړه یوه بله حل نه شوې مساله د بهرنیو بندیانو ده، چې د امریکایي زندانیانو له خوا نیول شوي او په بګرام کې ساتل کیږي.

که څه هم دغه بندیان د بګرام د انتقال په موافقه لیک کې نه دي شامل؛ خو افغان حکومت د هغو بندیانو په اړه ژوره اندیښنه څرګنده کړې؛ چې د مارچ میاشتې له موافقې وروسته نیول شوي دي.

د ولسمشر کرزي ویاند ایمل فیضي له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې د امریکایي ځواکونو له خوا دغه توقیفونه؛ چې شمیر یې کابو اوو سوو کسانو ته رسیږي، له شوې موافقې سره په ټکر کې وبلل.

ځینې نورې دولتي سرچینې بیا وايي، چې افغان ولسمشر د بګرام زندان له ورسپارلو دوه ورځې مخکې په کابل کې د امریکا له سفیر او د بهرنیو ځواکونو له قومندان سره د لیدنې په مهال دا توقیفونه غیر قانوني وبلل.

د ورکړل شویو معلوماتو له مخې په دې لیدنه کې خبره ان تر لفظي شخړې پورې هم رسیدلې وه؛ خو د دوشنبې په ورځ د امریکا د دفاع وزیر له ولسمشر کرزي سره په خبرو کې په دې ستونزې خبرې وکړې.

د پنټاګون یو ویاند وویل، هیله ده، چې دواړه لوري به ډیر ژر د موجوده اختلافاتو د حل په اړه یوې موافقې ته ورسیږي.

د بګرام زندان په افغانستان کې د امریکایانو تر ولکې لاندې تر ټولو ستر زندان وو؛ چې په کې له دریو زرو زیات بندیان ساتل کیدل او د انتقال پروسه یې په شپږو میاشتو کې بشپړه شوه.
XS
SM
MD
LG