نیویارک ټایمز ورځپاڼې د افغانستان په اړه په یوه راپور کې چې په خپله پرونۍ ګڼه کې یې خپور کړی، لیکلي چې د هېواد طبیعي زېرمو د افغانستان د بېلابېلې ډلو ترمنځ نفاق اچولی دي.
ورځپاڼې د مطلب په پیل کې لیکلي دي، که په افغانستان کې د یوې خوشاله راتلونکې لپاره کومه لاره وي، نو د دې لارې ډېره برخه به تر ځمکې لاندې وي، چې د تریلیونونو ډالرو په ارزښت سره زر، تېل، قیمتي فلزات، مس، لیتیم او نورې طبیعې زیرمې په کې دي.
نیویارک ټایمز زیاتوي، له دې خاورې څخه چې په وینو کې لت پت ده د دې شتمنۍ د اېستلو امکان د افغانستان خلک هیله من کړي چې دا هېواد به نور نو پر خپلو پښو ودرېږي.
خو ورځپاڼه زیاتوي، دې شتنمنیو ځینو کسانو ته د تورو خوبونو الهام هم ورکړی.
ورځپاڼه د چارواکو او کارپوهانو له قوله لیکي چې وايي، فساد، تشدد او دسیسو دې طبیعي زېرمو ته ستر ګواښ رامنځته کړی او د افغان حکومت کمزوري او د خطر په وړاندې د هغه ماتېدونکی حالت یې نندارې ته وړاندې کړی.
د لندن چاپ ډېلي ټلګراف ورځپاڼې په خپله پرونۍ ګڼه کې د کابل- کندهار د لویې لارې په اړه یو مطلب خپور کړی، لیکي یې دي چې دا لویه لاره باید په نوي افغانستان کې د پرمختګ سېمبول وای، خو په داسې حال کې چې ناټو په راتلونکو دوو کلونو کې له افغانستانه د خپلو محاربوي ځواکونو اېستلو ته تیاري نیسي، دا لاره چې په ډېر زیات لګښت جوړه شوه د ناسمو اقداماتو په یوه سمبول بدله شوې ده.
ورځپاڼه زیاتوي، د کابل- کندهار لویه لار ښيي، چې په افغانستان کې چارې څنګه په ناسمه لاره پرمخ ولاړې.
خپرونه وړاندې لیکي، دا لاره د دې پرځای چې د پلازمېنې او دوهم لوی ښار یعنې کندهار ترمینځ د مصوون او ډاډمن تګ راتګ امکان برابر کړي، د مرګ په لویه لاره بدله شوه.
د ټلګراف په وینا دا لویه لار چې په 2003 کال کې د خاصو مراسمو په ترڅ کې پرانیستل شوه د جګړه ځپلي افغانستان د اقتصادي بنیاد د بیارغونې د یوه اساسي عنصر په توګه ستایل کېده، خو نن ورځ د هغې د قیر تازه پوړ د سولې لپاره د افغانانو د هیلو په څېر په بمونو له مینځه تللی او دا 300 مایله (څه کم 500 کیلومتره) سړک د مرمیو په یوه ګالرۍ بدل شوی دی او په اوږد کې یې د وسله والو طالبانو په بریدونو کې د ویجاړو موټرو کباړ پراته دي.
ورځپاڼه زیاتوي، افغانان چې په سختیو کې رالوی شوي دي، پرته له دې چې هره ورځ په بسونو کې پر دې لاره تګ راتګ ته زړه ښه کړي، بله لار نلري خو بهرنیان او هغوی چې په وس یې پوره دي، د دې لارې پرځای چې عملاً د سفر لپاره ناممکنه ده د الوتکو په ذریعه کندهار ته سفر کوي.