د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۳۰

د باګرام د زندان مسولیت افغان حکومت ته و سپارل شو


ټاکل شوې ده، چې د باګرام زندان(چې د یولس کلنې جګړې بندیان په کې ساتل شوي) مسولیت به نن( دوشنبې ) د امریکايي نظامیانو له خوا افغان حکومت ته وسپارل شي، افغان حکومت دا د خپل ملي حاکمیت د پیاوړتیا لپاره یو مهم ګام بولي.

د هغو درې زرو زندانیانو د برخلیک په اړه، چې په دې زندان کې بندیان دي لا هم ډیرې پوښتنې بې ځوابه دي. په دې کې پنځوس تنه بهرنیان دي او شپږ سوه هغه بندیان دي، چې افغان لوري ته د دې زندان د سپارنې د تفاهم لیک له لاسلیکولو وروسته په تیرو شيږو میاشتو کې نیول شوي دي.

ولسمشر کرزي د شنبې په ورځ په افغانستان کې د امریکا له سفیر جیمز کنګهام او په افغانستان کې د ناټو له قومندان جنرال جان الن سره په خبرو کې افغان حکومت ته د باګرام د زندان د ادارې سپارنه د افغانستان د ملي حاکمیت د رسمیت پیژندنې په برخه کې یو مهم ګام وباله.

د ولسمشر کرزي ویاند ایمیل فیضي په دې اړه د ازادۍ راډیو ته وویل، چې د باګرام د زندان د سپارنې په اړه د امریکايي ځواکونو او افغان حکومت ترمنځ اختلافات شته، د نوموړي په وینا د امریکا له سفیر او د ناټو له قومندان سره د ولسمشر لیدنه ډيره جدي وه او په مهمو مسلو په کې خبرې وشوې.

ایمیل فیضي وايي، د اختلاف یو ټکی دا وه، چې هغه زندانیان چې په تیرو شپږو میاشتو کې په دې برخه کې له شوي تړون وروسته نیول شوي ولې تر اوسه افغان حکومت ته نه دي سپارل شوي.

د ښاغلي فیضي په وینا د دې کسانو نیونه غیرې قانوني ده ځکه د شوي تفاهم لیک له مخې بهرني ځواکونه د افغان اتباعو د نیولو حق نه لري.

بل خوا د ایساف یو ویاند جیمي ګرایبیل د فرانسې خبري اژانس ته ویلي دي، چې د باګرام په سلو کې د نهه نوي زندانیانو مسولیت افغان لوري ته سپارل شوي دي او نورو سپارل ځنډول شوي.

د نوموړي په وینا یو وړه برخه زندانیان ځکه افغان لوري ته نه دي سپارل شوي چې چې په دې برخه کې د لاسلیک شوي تفاهم لیک د مادو د تطبیق په اړه افغان لوری ځینې اندېښنې لري.

ګرایبیل وویل، امریکا ټینګار کوي چې د پخوا په شان دې بیا هم په افغانستان کې د مشکوکو کسانو د نیولو حق ولري، خو افغان حکومت ته به افغان بندیان سپاري.

افغان حکومت وايي، نیول شوي کسان باید په ۷۲ ساعتونو کې افغان حکومت ته وسپارل شي.

له بلې خوا د افغانستان او امریکا ترمنځ د باګرام د زندان د مسولیت د سپارنې په تفاهم لیک کې د هغو پنځوسو بهرنیو زندانیانو برخلیک هم نه دی معلوم شوی، چې باګرام کې بندیان دي او ویل کیږي چې ډیر یې پاکستاني اتباع دي.

د بشري حقونو ځینو ډلو اندېښنه ښودلې چې ښايي ددې بهرني زندانیانو برخلیک هم لکه د ګوانتنامو د بندیانو په څیر تر ډیره نامعلومه پاتې شي.

د ولسمشر کرزي ویاند ایمیل فیضي وايي چې د بهرنیو زندانیانو مسله یوه جلا موضوع ده چې امکان لري راتلونکې کې پرې د بهرنیو چارو وزارت خبرې وکړي.
XS
SM
MD
LG