د كجکي ولسوالۍ سلګونو خلكو د لښكرګاه څخه ورغلي دولتي پلاوي ته وويل؛ ترهغو چې د بيارغونې او انكشاف په برخه کې خپلې پخوانۍ ژمنې پوره نه كړي؛ هيڅ ډول مرسته نه كوي.
د دې ولسوالۍ خلك له دولت سره په داسې حال کې د پرېکون خبرې كوي؛ چې دولتي چارواکي هلته له خلكو غواړي، خپل اولادونه پوليسو ته وركړي او په سيمه کې د دولت د وسله والو مخالفينو د فعاليتونو مخه ونيسي.
د كجکي ولسوالۍ يوه اوسيدونکي د ولايت د دفتر مشر محمد لعل احمدي ته وويل؛ د هلمند والي ورسره كړې ژمنې پوره كړي، ځكه يې په دولت باور له لاسه وكړی او د ساده خبرو له مخې يې په قول نه كوي.
"زموږ اعتماد تراوسه په داسې نه دی حاصل سوی او تاسو هڅه وكړئ؛ چې زموږ اعتماد په ځان ټنګ ګړئ او زموږ زړونه ځان ته نږدې كړئ. په دې خاطر چې هرځل تاسو راغلې ياست او خبرې مو د كاغذ پرمخ دي. مخکې تر دې والي صيب هم راغلی او په بازار کې يې د بیا رغونې او د امنيت په اړه یې خبرې وکړې. خو كله چې والي صيب تللی دی خبرې يې هم ورسره تللي دي."
په كجکي کې خلك د ناامنۍ څخه په داسې حال کې ستړې شوي دي؛ چې دوې اونۍ وړاندې د زمينداور په سيمه کې د وسله والو له لوري اولس تنه چې دوې په کې ښځې وې؛ په دې تور حلال كړل شول، چې ګواکې د موسيقۍ يوه كنسرټ ته يې ښځي نڅولې وې.
د دې ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، د دې لپاره چې په ولسوالۍ کې يې امن ټينګ شي، د محلي پوليسو ترڅنګ د ملي اوردو د تازه دمو او ډيرو سرتيرو غوښتنه كوي.
د كجکې ولسوالۍ د ټولنيزې شورا مشر وايي، موږ ولايت ته پشنهاد كړى دى، چې موږ ته محلي پوليس راكړي، بيا مو پشنهاد كړى دى، چې موږ ته د ملي پوليسو تشکېل را اضافه كړئ. هغه پوستې چې مرينو او نظم عامه خوشې كړي دي؛ خود به طالبان په هغه سيمو کې ظهور كوي او د وطن امنيت به خرابوي.
د دې ولسوالۍ یواوسيدونكى بیا وايي، چې د دوی په سیمه کې شپه او ورځ جنګ دی، باید د ملي اردو سرتیري ورواستول شي:
"شپه او ورځ جنګ دى، كه چېري نور د ملي اوردو سرتيري رانشي زموږ وطن وران دى. تاسو به كوئ او خداى به كوي، چې ابادي به راولئ او دغه ولسوال او قوماندان به د دې ځاى څخه ليرې كوئ؛ دا ظالمان ټول وطن خرابوي، اول زما ورور يې داسې وهلي هيڅ به يي ونه پيژنئ."
د كجکې ولسوالۍ د ټولنيزي شورا مشروايي د كجکې د بريښنا د فابريکې درغولو چارې هم په ټپه ولاړې دي. هغه وويل، دولت د كجکي د برېښنا فابريکې د رغولو د كار ترڅنګ په امنيت راوستلو کې پاته راغلى دى.
"د كجکي د برېښنا بند د ټول هېواد سرمايه ده، چې سرمايې ته په سمه سترګه نه دي، كتل شوي نو موږ ته به چېري په سمه سترګه وكتل شي. تاسو هم افغانان ياست دلته ټول وړونه بلل کېږو اوس هم وړونه يوو. موږته په نيك نظر وګوري او مرسته راسره وكړئ."
د ولايت د مقام د دفتر مشر محمد لعل احمدي د كجکي د خلكو غونډې ته وويل؛ كه چېرې د دولت سره په امنيت ټنګولو کې مرسته ونه كړئ په يوازې سر تاسو ته امنيت نه سوو راوستلى:
"په كجکي کې دولتي اداره موجوده ده او د دې ادارې خدمات ۲۴ ساعته تاسو ته وړاندې کېږي. كه چېرې دوی ستاسو اړتيا او غوښتونو ته ځواب نه وايي، مركزي ادارې ته يې واستوي او يا يې زموږ په لاس راكړئ چې والي صيب ته يې يوسو، خو تاسو به د دولت سره مرسته كوئ."
کجکي ولسوالۍ د هلمند له مرکز لښكرګاه څخه يوسل او درې دېرش کيلومتره لرې پرته ده.
د هلمند په شمال کې اكثره ولسوالۍ نا امنه دي، له همدي امله دولت نه دى تواندلى، چې د خلكو په خوښه د بيارغونې او انكشاف پروژې پلي كړي.
د كجکي ولسوالۍ د برېښنا د دريم تربين د تړلو پروژه شاخوا شپږ كاله وړاندې منل شوې ده؛ خو په كجکي کې د روانو ناامنيو له امله پيل شوي نه ده.