د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۲

حکومت دې د سوداګرو د ستونزو د حل لپاره یوه څرګنده پالیسي رامنځته کړي


خان جان الکوزی
خان جان الکوزی
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د خونې چارواکي وایي، که چیرې د امریکا دا غوښتنه ومنل شي، د دوي ترانزیتي او سوداګریزو فعالیتونو ته به زیان ورسیږي.

د دې خونې مرستیال خان جان الکوزي د پنجشنبې په ورځ ازادۍ رادیو ته وویل، چې د امریکا د بودیجې وزارت له دوي غوښتي، چې د ایران له ځینو بانکونو او سوداګریزو او ترانزیتي ادارو سره دې معاملې بندې کړي.

ده له افغان حکومته وغوښتل، چې د دې اندیښنې او ستونزې اواري ته دې ژر تر ژره یوه روښانه پالیسي غوره کړي:

«دا ناممکنه ده، موږ له دغو څلور کمپنیو سره مستقیمې اړیکې لرو، موږ هر کال د یو میلیارد او درې سوه میلیونو ډالرو په ارزښت محصولات او د سون مواد رانیسو.

د عباس بندره د دوه نیم میلیارد ډالرو په ارزښت ترانزیتي معاملې لرو، ارین بانک او نورو بانکو سره دوه نیم میلیونه کډوال معاملې لري، د دې بندول د افغانستان په تجارتي او ترانزیتي معاملو شپیته فیصده ناوړه اثر کوي.

هیله ده، افغان حکومت یوه څرګنده پالیسي رامنځته کړي، څو د سوداګرو ستونزې او اندیښنې اوارې شي.»


د سوداګرۍ او صنایعو د خونې چارواکې وایي، امریکا دوي ته د ایران«سنتربانک، ارین بانک» د تیلو تولیدونکې یو شرکت او د عباس د بندر یوه څانګه په ګوته کړې او غوښتې یي دي چې، افغان سوداګراو واردوونکې دې ورسره معاملې بندې کړي.

الکوزي زیاته کړه، د تیلو تولیدونکي د همدغه شرکته هرکال له پنځه لسو څخه ترشل فیصدو پورې د ضرورت وړ تیل واردوي.

الکوزي دا هم وویل، امریکا اندیښنه لري چې ایران به په دغو ادارو کې له راټولې شویو پیسو څخه د یورانیمو په غني کولو کې کار واخلي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت ویاند ازادۍ رادیو ته وویل، په دې برخه کې د افغان او امریکایي چارواکو ترمنځ خبرې روانې دي:

«پر مسئلې مو کار پیل کړی، څو رامنځته شوي اندیښنو ته د حل یوه لاره وموندل شي، افغانستان او امریکا یو د بل ستونزې درک کړي او دواړه لوري هڅه کوي، یوه سودمنه لار ورته غوره شي.»

تیره ورځ د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر زلمی رسول د ایران د بهرنیو چارو له وزیر سره په یوې ګډه خبري ناسته کې ویلي، چې دوي ته په دې ډول مسئلو کې ملي ګټې مهمې دي.

په دې وروستیو کې د افغانستان او ایران ترمنځ یو تړون شوی چې له مخې به یي افغانستان د هغه هېواد د چاه بهار له بندر څخه په سوداګریزو او ترانزیتي چارو کې کار اخلي.

د سوداګرۍ او صنایعو د خونې د معلوما تو له مخې اوس مهال د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګریزو فعالیتونو اندازه له یو میلیارد ډالره څخه زیاته شوې ده.

راپور: خان محمد سیند
XS
SM
MD
LG