د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۲

د جرمني او پاکستان ترمنځ د ستراتیژیکو خبرو د بحث یوه اساسي موضوع وه


د جرمني د بهرنیو چارو وزیر ګوییدو سترویلي وویل، چې د پاکستان د همکارۍ پرته د افغانستان د موجوده ستونزو حل ستونزمن دې.
د جرمني د بهرنیو چارو وزیر ګوییدو سترویلي وویل، چې د پاکستان د همکارۍ پرته د افغانستان د موجوده ستونزو حل ستونزمن دې.
افغانستان د جرمني او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو ترمنځ د ستراتیژیکو خبرو د بحث یوه اساسي موضوع وه.

برلین او اسلام اباد به د دې موافقې له لاسلیک وروسته په خپلو راتلونکو غونډو کې یوه داسې نقشه ترتیب کړي، چې له مخې یی جرمني او پاکستان په سیمه کې له پراخو همکاریو ګټه پورته کړي.

د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو پرون دا موافقه لاسلیک کړه، چې له مخې یې دوي د امنیت په اړه ستراتیژیکو خبرو او په ځانګړې توګه د افغانستان په اړه ژمن کوي.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر ګوییدو سترویلي وویل، چې د پاکستان د همکارۍ پرته د افغانستان د موجوده ستونزو حل ستونزمن دې.

"پاکستان د سیمې په ثبات کې یو پریکنډه رول لري، مونږ پوهیږو، چې له پاکستان پرته د افغانستان د ستونزو د حل هیڅ لاره نده موجوده. یو باثباته افغانستان هغه هدف دې، چې جرمني او پاکستان پکې شریک دي."

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر وویل، چې هیواد به یی له ۲۰۱۴ میلادي کال وروسته هم افغانستان هیر نکړي.

پدې کال کې به بهرني ځواکونه امنیتي مسؤلیتونه په بشپړه توګه افغان ځواکونو ته وسپاري.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیرې حنا رباني کهر هم پدې ټینګار وکړ، چې هیواد یی یو ثبات لرونکې افغانستان د ځان په ګټه بولي.

میرمن کهر د افغانستان په سوله کې د جرمني رول وستایلو او په تاکید سره یی وویل، چې هیواد یی په افغانستان کې هیڅ راز پټه اجنډا نده لرلې.

جرمني له امریکا او بریتانیی وروسته دریم هیواد دې، چې د ناټو په چوکاټ کې زیات سرتیري لري.

اوس مهال څلور زره نهه سووه جرمني سرتیري په افغانستان کې په امنیتي دندو مصروف دي او پنځه سووه سرتیري به یی په ۲۰۱۳ میلادي کال کې له افغانستان څخه وځي.
XS
SM
MD
LG