د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۴۰

"ایران د اتومي وسلو د جوړولو هڅه نه ده کړې"


د ایران مذهبي مشر ایت اله علي خامنه اي
د ایران مذهبي مشر ایت اله علي خامنه اي
د ایران مذهبي مشر ایت اله علي خامنه اي نن په تهران کې د ناپیليو هیوادو په غونډه کې وویل، چې ایران د اتومي وسلو د جوړولو هڅه نه ده کړې:

"زه ټینګار کوم، چې اسلامي جمهوریت کله هم د اتومي وسلو د ترلاسه کولو هڅه نه کوي او نه به هم کله د خپل ملت پر دې حق سترګې پټې کړي چې له اتومي انرژۍ ګټه واخلي."

خو دې غونډې ته بیا د ملګرو ملتو سرمنشي بان کي مون وویل، چې ایران باید په دې برخه کې نړېوالو ته اطمینان ورکړي:

«په سیمه او نړۍ کې د سولې لپاره، د ایران حکومت هڅوم چې د نړېوال ډاډ لپاره د سوله ییز اتومي پروګرام په برخه کې لازم اقدامات وکړي.

دا د امنیت شورا له پریکړو سره سم د اتومي انرژۍ له نړېوالې ادارې سره د همکارۍ له لارې کیدای شي."


په تهران کې د ناپیلیو هېوادو د غونډې په اجنډا کې د سورې جګړه هم شامله ده، چې د شاوخوا دیرشو هېوادو مشرانو په کې برخه اخیستې ده. په دغو مشرانو کې د افغانستان ولسمشر حامد کرزی هم شته.

د مصر ولسمشر محمد مُرسي د ناپیلیو هېوادو په غونډې کې د سوریې رژیم ظالم وباله او په دغهَ جنګ ځپلي هېواد کې یې د دیموکراسۍ لور ته د سوله ییز واک د انتقال غوښتنه وکړه.

مُرسي په سوریې کې د شخړو د مخنیوي لپاره د فعالې مداخلې غوښتنه وکړه.

الجزیزه تلویزیون رپوټ ورکوي، چې د مُرسي خبرو د سوریې هیات اړ کړ چې له غونډې ووځي.

په تیرو دریو لسیزو کې دا لومړی ځل دی چې د مصر ولسمشر ایران ته سفر کوي، خو د دې دوو هیوادو اړیکي بیا هم د سوریې د شخړو له امله سره ساړه شوي، ځکه چې ایران د بشار الاسد د رژیم ملاتړ کوي.
XS
SM
MD
LG