د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۹ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۵:۰۹

وکیلان: د میډیا پول جوړول پر رسنیو سانسور لګول دي


د ولسي جرګې ځینې غړي په نوې بڼه د دې جرګې د غونډو د پوښښ مخالف دي او دا پر رسنیو یو ډول سانسور وضع کول بولي.

دوی وایي، رسنۍ نشي کولای چې د میډیا پول یا میډیا سنټر له لارې د ولسي جرګې غونډې په سمه توګه ترپوښښ لاندې راولي او د دې جرګې له غونډو څخه هغه معلومات چې لازم دي د افغانستان خلکو ته ورسوي.

د ولسي جرګې غړې شاه ګل رضایي د دوشنبې په ورځ د دې جرګې په عمومي غونډه کې وویل؛ چې په هرنوم پر رسنیو سانسور لګول ناسم اقدام دی او باید چې مخه یې ونیول شي:

"کومې پیسې چې په دې میډیا پول یا د رسنیو پر مرکز لګیدلي ولسي جرګې کولای شول چې له خپلو غونډو څخه د ژوندۍ خپرونې امکانات برابر کړي وای.

له دې سره به خلکو کولای شول، چې د ولسي جرګې د هرې پریکړې په اړه ځانونه خبر کړي وای.

زه هیله منه یم چې د ولسي جرګې اړونده مسوولان او ادارې دې مسالې ته جدي پاملرنه وکړي.

د رسنیو محدودول یا سانسور کول باید د افغانستان له ولسي جرګې څخه پیل نشي".


د ولسي جرګې د عمومي غونډو د تالار ترڅنګ د میډیا پول په نوم له څو میاشتو راهیسې د رسنیو لپاره یو مرکز جوړ شوی چې د ټلویزیون له لارې د دې جرګې غونډې خپروي.

د ولسي جرګې ځینې غړي وایي چې په دې مرکز کابو دوه ملیونه ډالر لګول شوي خو ځینې داسې راپورونه هم شته چې پر دې میډیا پول درې ملیونه ډالر لګیدلي دي.

په عین حال کې د ولسي جرګې ګڼ شمیر نور غړي هم وایی چې باید رسنیو ته اجازه ورکړل شي؛ چې په خلاص مټ د پخوا په شان د دې جرګې له غونډو څخه راپورونه برابر او هرهغه څه خلکو ته ورسوي چې په ولسي جرګې کې تیریږي.

د نۍ یا له رسنیو څخه د ملاتړ اداره هم په ولسي جرګې کې د میډیا پول جوړیدل پر رسنیو د دې جرګې له خوا د سانسور وضع کول بولي؛ د دې ادارې اجرایوي مسوول مجیب خلوتګر آزادي راډیو ته وویل؛ چې د ولسي جرګې له خوا دا کار د اساسي قانون او رسنیو د قانون خلاف عمل دی:

"کوم میډیا پول یا میډیا سنټر چې نوی په ملي شورا کې جوړ شوی، دا د خبریالانو لپاره خنډ جوړول دي ترڅو دوی ونشي کولای چې د ولسي جرګې له غونډو څخه مخامخ خپرونې ولري.

دا د افغانستان د اساسي قانون او د رسنیو د قانون خلاف کار دی."


د ولسي جرګې د غونډو د پوښښ لپاره د دې مرکز له جوړیدو سره رسنۍ په ځانګړي توګه تصویري رسنۍ نه شي کولای چې مخامخ خپرونې ولري او په ځینو مواردو کې د وکیلانو ناندرۍ لکه څنګه دوی غواړي خپرې کړي.

ځینو رسنیو په تیرو وختونو کې د ولسي جرګې د غونډو ګډوډۍ او د دې جرګې د غړو لفظي او حتی فزیکي شخړې هم خپرې کړي او حتی ځینو رسنیو په خپلو طنزی خپرونو کې یوشمیر وکیلان په عمومي غونډه کې د خوب په حالت کې هم ښودلي چې خلکو له دې امله پر وکیلانو سخت او جدي انتقادونه هم کړیدي.
XS
SM
MD
LG