په کندهار کې یوازې د اوو ورځو په جریان کې ۸۵ ترافیکې پیښي رامنځ ته شوي چې څلور تنه په کې مړه ۲۵۲ کسان په کې ټپیان شوي.
د کندهار د میرویس روغتون سرطبیب ډاکټر محمد قاسم وایي، چې د ترافیکو پیښو د دغه قربانیانو زیاته برخه ماشومان او نوي ځوانان دي.
د ډاکټر محمدقاسم په وینا ځني کورنۍ خپلو ماشومانو او ځوانانو ته موټر او یا هم موټر سیکل په لاس ورکوي چې هغه د بې احتیاطي څخه کار اخلي او د همدې لامله ترافیکي پیښې رامنځته کیږي.
"د اته ویشت تاریخ څخه تر دریم تاریخ پورې څلور مړي او ۲۵۲ تنه ټپیان د میرویس روغتون عاجل واټ ته راوړل شوي چې دا ټوله د ترافیکي حادثاتو په وجه دی."
د میرویس روغتون عاجل واټ ته د ترافیکو پیښو را وړل شوي ډیري قربانیان وايي، چې د کوچنیو وسایلو په خاص ډول د موټر سایکل د ټکر او چپه کیدو په پیښه کې خوږ او ټپیان شوي.
د دوی څخه د ډیرو یې لاسونه او پښې مات شوي.
"۱- زما نوم نصیراحمدي دی، موږ ډهلې ته پر موتر سایکل راون وو؛ چې د ملي اردو موټر په مخه راغلي او ټکر شو زما لاس مات شو.
۲- زما نوم احمد دی امریکایان ولاړ وو، لاره بنده وه، زه خامې ته وا وښتوم چې موټر سایکل غوځار سو بیا په ځان نه یم پوهیدلي."
خلک په کندهار کې د ترافیکې پیښو لامل د ترافیک پولیسو نه پاملرنه په ګوته کوي د دوی په باور د ترافیک پولیسو له خوا ترافیکي قوانین تر ډیره حده نه دی عملی شوی او له بلې خوا د وسایطو چلوونکو ته د ترافیکی قوانینو د ښودلو په برخه کې ډیر کم روزنیز کورسونه برابر شوي.
خلک دا هم وایي، چې په ښار کې ترافیکي اشارې او څراغونه نشته چې د ترافیکي بې نظمیو مخنوی وشي.
"زما نوم اسدالله نوري دی زیارتره ځوانانو یوازې د موټر او موټر سایکل چلول زده کړي وي نور دوی نو نه په اصولو خبر دي نه په مقرارتو نه په اشاره پوهیږي نه په نور څه، زما نوم الله نور په ټوله ښار کې یوه اشاره نه شته نه لوحه سته دا ټکرونه ځکه ډیر کیږي."
د خلکو په باور که چېرې د وسایطو چلوونکی په ترافیکو اصولو او مقرار پوه شي او ترافیک چارواکي په دې برخه کې له جدیت څخه کار واخلي نو تر ډیره به د ترافیکو پیښو کچه راټیټه شي.
راپور: محمدصادق رښتینی