د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۴

ایران ته د بانکي مون د سفر مساله له سختو انتقادونو سره مخ ده


د ملګرو ملتونو عمومي منشي، بان کي مون، که چرته دا اونۍ ایران ته د خپل سفر په لړ کې، ایراني مشران په دې قانع نه کړای شي؛ چې خپلې مشکوکې هڅې د اټمي وسلو د جوړلو لپاره ودروي او یا هم د ایران له خوا د اسراییل د له منځه وړلو د ګواښونو په قضیه کې پاتې راشي؛ نو له ډیرو سختو نیوکو سره به مخامخ وي.

د هغو سختو اعتراضونو په ځواب کې چې له چارشنبي تر جمعې تهران ته د بانکي مون د سفر په ارتباط وشو؛ ده وویل، هغه به له دې فرصت څخه په استفادې د ایران د اټمي پروګرام، تروریزم، بشري حقونو او د سوریې د کړکیچ په ارتباط په لوړه سطح د نړیوالو اندیښې ایران مشرانو ته ورسوي.

تهران به له مصر څخه د ناپیلو هیوادنو د غورځنګ د مشرانو کوربه توب تر لاسه کړي. د ناپیلو هیوادنو په غورځنګ کې د ملګرو ملتونو د یو سلو او درې نوي غړو هېوادنو څخه یوسلو شل هیوادونه ګډون لري؛ نو په دې حساب بان کي مون لکه څنګه چې له څو لسیزو راهیسی شوي؛ دا خپله دنده بولي چې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي په توګه په دې غونډه کې ګډون وکړي.

د ملګرو ملتونو پخواني عمومي منشي، کوفي عنان، هم په نولس سوه نهه اتیایم کال کې چې کله بغداد کې د عراق د پخواني ولسمشر صدام حیسن سره چې هغه مهال د ملګرو ملتونو له خوا د ډله ییزو وسلو پر ساتلو تورن وو، پر لاس ورکولو له سختو نیوکو سره مخامخ شوی و.

کله چې د دوه زره دریم میلادي کال په مارچ کې امریکایي ځواکونو پر عراق برید وکړ او د صدام رژیم نسکور شو؛ نو بیا دغسې وسلې په عراق کې له سره ونه موندل شوې.

بان کي مون د ناپیلو هیوادنو د مشرانو په غونډه کې چې په دوه زره نهم میلادي کال کې د مصر په شرم الشیخ کې تر سره شوه هم ګډون کړی و او هغه مهال مصر له کیوبا څخه د دې غورځنګ ریاست تر لاسه کړی و.

خو ایران ته د ده تګ د مصر په شان نه دی، ایران د خپل اټمي پروګرام څخه نیولی تر بشري حقونو له جنجاله او ګواښو ډکو مسایلو ډک دی؛ داسې ویل کیږي، چې ایران د سوریې او لبنان په بې ثباته کولو کې هڅې کوي او د نړۍ له نقشي څخه د اسراییل د ویستلو لیواله دی.

د بانکي مون ویاند، "مارټین نیسکر کي" چې کله ایران ته د ملګرو ملتونو د عمومي مشني د سفر اعلان وکړ؛ نو ویې ویل:

"عمومي منشي په دې اړه یعني ایران ته د سفر په ارتباط له حساسیتونو ښه اګاه دی او همدا شان د خپلو مسوولیتونو په اړه چې دا یې د تر سره کولو تصمیم لري."

د امریکا په مطبوعاتو کې هم په دې اړه یادونه شوي ده.

امریکايي ورځپاڼه، نیویارک ټایمز لیکلي، ایران ته د بان کي مون سفر د متحد ایالاتو او اسراییل هغه پلان؛ چې د ایران د منزوي کېدو په اړه یې لري خنثی کوي.

بله ورځپانه وال سټریټ ژورنال لیکلي، دا به نو ولسمشر بارک اوباما ته لوی شرم وي؛ چې ده د خپل کار په لومړي دوره کې پر ملګرو ملتونو بارو کړي و او اوس به یواځې د بان کي مون په خاطر ملګري ملتونه ورته شاه کړې.

وال سټریټ ژورنال لیکي، تهران ته د بان کي مون سفر به دا وښیي، چې دا هېواد هغسې چې جمهور رییس اوباما ادعا کوي منزوي نه دی.

د اسراییل صدراعظم بنجامین نتانیاهو په تیلفون کې له بان کي مون سره خبرې کړي او ورباندې ټینګار یې کړی؛ چې تهران ته سفر ونه کړي. د هغه په وینا دا به لویه تیروتنه وي.

په ملګرو ملتونو کې د متحد ایالاتو پخواني سفیر، جان بولتون وایي، ایران ته د بان کي مون سفر به نه یواځي د ده خپله تیروتنه وي؛ بلکې دا به دې نړیوال سازمان ته هم یوه تیروتنه وي.

بولتون وایي، د ملګرو ملتونو د پخواني عمومي منشي کوفي عنان په پرتله بانکي مون د ملګرو ملتونو د عمومي منشي په توګه یوه ښه نمونه ده هغسې چې باید له ډیرو خواوو همداسی وي.

بولتن دې ته اشاره کړې، چې بان کي مون دې ته اړ نه دی، چې د جمهور رییس محمود احمدي نژاد سره خبري وکړي، ځکه هغه به د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبلۍ کې د ګډون لپاره د سپمټبر په نیمایي کې نیویارک ته ورشي.

بانکي مون چې د جنوبي کوریا پخواني د بهرنیو چارو وزیر و؛ په دوه زره شپږم میلادي کال کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي په توګه وټاکل شو.

بانکي مون د روان میلادي کال په لومړیو کې د پینځو نورو کلونو یعنې د دوهمې دورې لپاره د ملګرو ملتونو مشرتیا تر لاسه کړه.
XS
SM
MD
LG