محور ورځپاڼې په ځینو سیمو کې د وسله والو مخالفینونو پرضد د خلکو په پاڅونونو او په دې اړه د ملي شورا د ځینو غړو د اندیښنو په اړه تبصره کړې.
محور په خپلې سرمقالې کې ویلي، چې د شورا ځینې غړي ویره لري؛ هسې نه دغه پاڅونونه په راتلونکې کې خپله دولت او خلکو ته په سرخوږي واوړي.
خو ورځپانې د دې احتمال د له منځه وړلو لپاره د ملي شورا او سیمه ییزو شوراګانو رول مهم بللی.
محور لیکلي سیمه ییزې شورا ګانې کولای شي، چې دغه ولسي پاڅونونه له نږدې وڅاري او سمې لارې ته یې راولي.
سرنوشت ورځپاڼې هم په همدې اړه یو مطلب خپور کړی دی.
ورځپاڼې په خپل مطلب کې په اړه د ځینو کارپوهانو نظر راخیستی؛ چې وايي، د دې ویره شته چې د وسله والو مخالفینو له څپلو وروسته دغه پاڅونونه خپله افغان دولت وڅپي.
په مطلب کې همداراز راغلي، که دغه پاڅونونه پراخ شي، د هېواد په بیلابیلو سیمو کې د قومي او ژبنیو تعصبونو او ګډوډیو لامل هم کیدای شي.
سرنوشت لیکلي نو ځکه باید له دغو پاڅونونو څخه جدي څارنې ته اړتیا ده.
ارادې ورځپاڼې په خپلې سرمقالې کې لیکلي، چې افغان حکومت د وسله والو مخالفینو پر ضد د ولسي پاڅونونو پر ځای باید خپل امنیتي ځواکونه پیاوړي کړي.
ارادې لیکلي د ننګرهار په حصارک او د کندهار په ژیړۍ ولسوالیو کې هم ولسي پاڅون کوونکو ویلي؛ چې غواړي د خپل پاڅون ساحې پراخې کړي.
ورځپاڼې په یوه بل مطلب کې ليکليو چې امریکا په ایران د بندیزونو په برخه کې د افغانستان او عراق مرستو ته اړه شوې ده.
په مطلب کې د امریکا د استازیو د شورا د بهرنیو اړیکو د کمیټې د رییسې خبرې هم راخیستل شوي؛ چې ویلي یې دي، که افغانستان او عراق په دې اړه مرسته ونه کړي، نو امریکا باید ورسره خپلې اړیکې له سره وارزوي.
انیس دولتي ورځپاڼې د خپلې نننۍ ګڼې په سرمقالې کې په هیواد کې د خصوصي امنیتي کمپنیو په له منځه وړلو تبصره کړې او د دغو کمپنیو انحلال یې یو مهم اقدام بللی.
ورځپانې لیکلي افغان دولت په پام کې لري، چې هغه خصوصي امنیتي کمپنۍ هم لغوه کړي چې تراوسه پورې یې د فعالیت اجازه لرله.
چراغ ورځپاڼې د خپل لومړي مخ د یوه مطلب په سرلیک کې په غټو ټکو لیکلي؛ چې په امنیتي پوستو کې اداري فساد د شمال لویه لاره ناامنه کړې ده.
په مطلب کې راغلي، چې د سالنګ پر لویه لار امیتي پوستې هره ورځ له موټر چلوونکو څخه له درې زرو ډیر ډالر رشوت اخلي.
د څراغ په یوه بل مطلب کې راغلي چې ایساف خپلې دوه سوه پوځي اډې افغان دولت ته سپارلي دي.
ورځپاڼې په یوه بل مطلب کې لیکلي چې په هیواد کې د ناامنیو زیاتوالي د ملي شورا د غړو اندیښنې راپارولي دي.