د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۹

ليبرمن: ايران د اټومي وسلو د توليد هڅه کوي


ليبرمن
ليبرمن
د امریکا د سنا د مجلس دا غړې وایي، چې څرګند شواهد او اسناد موجود دي، چې ایران د اټمي وسلې د تولید هڅه کوي او که تهران د دې هدف په ترلاسه کولو کې بریالی شو، نو ټولې نړۍ ته به په یو ګواښ بدل شي.

جوزف لیبرمن د یکشنبې په ورځ په پراګ کې د ازادۍ راډیو مرکزي دفتر ته راغلی و او د دې موضوع په اړه یې له فردا راډیو سره ځانګړې مرکه وکړه.

ده په خپلو خبرو کې وویل، چې د ایران د دغو هڅو شواهد یوازې د امریکا حکومت سره نه بلکه له ملګرو ملتونو سره هم موجود دي.

"زه د ایران د اټمي وسلې د پروګرام په خلاف د امریکا د حکومت له موجوده چلند نه ملاتړ کووم.

فکر کووم، چې دا څرګند شواهد او اسناد یوازې د امریکا له حکومت سره نه بلکه د ملګرو ملتونو له ادارو سره هم موجود دي؛ چې ایران د اټمې وسلې د جوړولو په وړتیاو کار کوي.

که ایران اټومي وسله جوړه کړي، نو سیمې او نړۍ ته به یو ګواښ وي."

لیبرمن وویل، که د تهران پر ضد اوسنیو اقتصادي بندیزونو دغه هیواد د اټمي وسلې د جوړولو لپاره له خپلې ارادې را و نګرځوو، نو د امریکا په څیر هیوادونه به مجبور وي، چې نورو سختو اقداماتو ته مخه کړي.

خو ده دا هم وویل، چې د پوځي اقدام لپاره تر هغې انتظار ایستل، چې ایران اټمي وسله جوړه کړي، یو بې مفهومه کار به وي.

خو پوځي کارپوهان بیا دا شک څرګندوي، چې په پوځي اقدام کې دې د ایران ټول اټمي تاسیسات له منځه یوړل شي، ځکه د ایران ټول دا تاسیسات په ځمکه کې دننه او یا هم په غرونو کې دي.

لیبرمن په دې اړه په خپل ځواب کې وویل، چې پوځي اقدام به لږ تر لږه وکړای شي، چې د ایران د اټمي وسلې د جوړولو پرواګرام وځنډوي او په تهران کې د حکومت تر بدلون پورې زیات وخت ترلاسه کړو.

"زه فکر کووم، چې موږ د ایران د اټومي پروګرام د تباه کولو او یا لږ تر لږه د فلج کولو وړتیا لرو.

له دې سره به دا فعالیتونه د څو کلونو لپاره وځنډولې شي، موږ هیله مند یو، چې په دې موده کې رژیم بدل شي او داسې حکومت رامنځ ته شي، چې زیات دیموکرات او دوست وي."

خو ایران بیا ادعا کوي، چې د اټومي پروګرام یی د سوله ایزو مقاصدو لپاره دې او د اټومي وسلې د جوړولو کوم پروګرام نلري.

حال دا، چې لیبرمن وایی، همدا اوس ایران دومره بډایه کړای شوي یورانیم په واک کې لري، چې د پنځو اټومي بمونو لپاره کافي دي.

لومړني معلومات:

امریکایي سناتور جوزيف لیبرمن د ازادۍ راډیو د مرکزي دفتر د لیدنې پر مهال وویل، داسې ښکاره شواهد شته، چې ایران د اټومي وسلې د تولید هڅه کوي.

ده وویل، که تهران د اټومي وسلې د جوړولو لپاره په خپل هدف کې بریالې شو، نو دا به ټولې نړۍ ته یو ګواښ وي.

ده د ازادۍ راډیو د فردا څانګې سره په یوه ځانګړې مرکه کې وویل، چې ایران لا دمخه دومره بډایه شوي یورانیم ترلاسه کړي، چې د پنځو کوچنیو اټومي بمونو د جوړولو لپاره کافي دي:

هو ! زه د ایران د اټومي وسلو د پراختیا د پروګرام په ارتباط د امریکا د حکومت د اوسني دریځ ملاتړ کوم . موږ فکر کوو چې په دې اړه واضح شواهد موجود دي . دا یوازې د امریکا د حکومت نه بلکې د ملګرو ملتونو د سازمان د ادارو لخوا [ویل کیږي] چې ایران رژیم د اټومي وسلو د جوړولو د ظرفیت ترلاسه کولو هڅه کوي او که چېرې داسې وشي نو ټولې سیمې او نړۍ ته به خطر وي

ليبرمن وویل، که لګول شویو بندیزونو تهران اړ نه کړ، چې له خپل اټومي پرواګرام نه لاس واخلي، نو د امریکا په څیر هېوادونه به مجبور شي، چې نورو سختو اقداماتو ته مخه کړي.

لیبرمن وویل، دا هېڅ معنې نه لري، چې تر هغې دې پوځي اقدام ته انتظار وایستل شي، چې ایران اټومي وسله جوړه کړي.
XS
SM
MD
LG