ايران د ١٢٠ پرمختيايي هېوادونو ډلې ته نن د هرکلي په ويلو سره څرګنده کړې چې په تهران کې جوړې شوې سرمشريزې دېته زمينه برابره کړه چې له نورې نړۍ څخه د ايران په منزوي کولو کې واشنګټن ناکامه شي.
په تهران کې د ناپېيلو هېوادونو د غونډې په پرانيستونکې وينا کې د ايران د بهرنيو چارو وزير عالي اکبر صالحي وويل دى د اټومي فعاليتونو له کبله پر ايران د لوېديځ له خوا د وضع شويو بنديزونو په وړاندې د پيوستون څرګندولو ته هيله من دى.
صالحي وويل:
”ناپېيلي هېوادونه بايد په جدي ډول د هغو يواړخيزو اقتصادي بنديزونو په وړاندې خپل جدي مخالفت څرګند کړي، چې د ناپېيلو هېوادونو په وړاندې د ځينو هېوادونو له خوا لګول شوي دي“
د امريکا يوه سناتور جوزيف ليبرمن د ازادۍ راډيو له ايرانۍ څانګې راډيو فردا سره په مرکه کې وويل، داسې اسناد او شواهد شته چې ايران لا هم د اټومي وسلو د جوړولو هڅه کوي او دا نړۍ ته يو ګواښ دى:
”د ايران د اټومي وسلو د پرمختيايي پروګرام په اړه د امريکايي ادارې د روانو خبرو ملاتړى يم. موږ فکر کوو يو سند ډېر څرګند دى- يوازې امريکا ته نه بلکې د ملګرو ملتونو نړيوالو ادارو ته هم، هغه دا چې د ايران رژيم د اټومي وسلو د جوړولو ځواک ترلاسه کوي، که چېرې داسې وشي دا به ټولې سيمې او نړۍ ته خطر پېښ کړي“
لوېديځ ډيپلومات هڅه کوي دا سرمشريزه کم اهميته وښيي، چې د درېيو کلونو لپاره يې مشري ايران ته سپارل کېږي، دا ډله په ١٩٦١م کال کې په نړيوالو اړيکو کې د سترو قدرتونو د واکمنۍ په وړاندې د مبارزې لپاره جوړه شوه.
د ايران د بهرنيو چارو وزارت وياند رامين مهمانپرست وويل، د ايران په سرمشريزه کې ٨٠ هېوادونه برخه لري چې وزيرانو يا هم تر دې عالي رتبه چارواکو يې په کې ګډون کړى او پنځوسو نورو هېوادونو مشرانو خپل حکومتي استازي ورلېږلي دي.
د ملګرو ملتونو د عمومي منشي بنکي مون او د مصر د نوي ولسمشر محمد مُرسي په ګډون د ځينو نورو مهمو چارواکو ګډون ښايي دې غونډې ته ډيپلوماتيک اهميت هم په برخه کړي.
مُرسي به د مصر لومړنى ولسمشر وي چې د ١٩٧٩م کال تر اسلامي انقلاب وروسته ايران ته سفر کوي.