په داسې حال چې امریکايي ځواکونو له افغانستان څخه وتل پیل کړي؛ د دغو ځواکونو چارواکي وايي، تراوسه یې په افغانستان کې خپلې څلور سوه کوچنۍ اډې تړلي او اکثره یې افغان دولت ته سپارلي دي.
امریکایي چارواکي په افغانستان کې د خپلو تاسیساتو غیر پوځي تجهیزات ګټور بولي او وایي چې افغان حکومت کولای شي له دغو تجهیزاتو څخه ډیره ګټه پورته کړي.
د ایتلاف او امریکایي ځواکونو د تشکیلاتو عمومي رییس "سټيون شاپیرو" د یکشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل؛ چې په افغانستان کې یې د خپلو تاسیساتو تړلو لړۍ د ۲۰۱۱ کال د اکتوبر له میاشتې پيل کړې.
جنرال شاپيرو وایي، دوی ټول تاسیسات او د تاسیساتو غیر پوځي وسایل هغه وخت افغان حکومت ته سپاري؛ چې په افغانستان کې امریکايي ځواکونه ورته اړتیا ونه لري.
نوموړي د دغو تاسیساتو د غیريوځي تجهیزاتو د ډولونو په اړه وايي:
"د تجهیزاتو د ډول په اړه باید ووایم چې، ټول هغه وسایل په کې شامل دي، چې په یوه مرکز کې موجود وي، له میز او څوکیو نه نیولې بیا د څارنې تر برجونو پورې.
په دغو وسایلو کې د بریښنا لوی جنراتورونه هم شامل دي.
دغه وسایل ټول غیر پوځي دي، تراوسه موږ شل زره بیلابیل غیر پوځي وسایل افغان حکومت ته سپارلي، د دغو وسایلو او تجهیزاتو ارزښت درې میلیونه ډالرو ته رسیږي."
سټيون شاپيرو زیاته کړه، چې دوی به د امریکایي ځواکونو دوه سوه پاتې تاسیسات هم په مسوله توګه وتړي او افغان حکومت ته به یې وسپاري.
نوموړي په ورته وخت کې هغه اوازې هم رد کړې، چې بهرني ځواکونه په اکثره سیمو کې له تګ څخه مخکې خپل تاسیسات په مکمله توګه نړوي.
سټيون شاپيرو وویل، دوی د هغو وسایلو او تاسیساتو د ورانیدو هوډ کوي، چې د جوړیدو او ګټې اخیستو نه وي.
"هغه څه چې موږ اوس ګورو هغه دا دي چې، کله کوچني تاسیسات تړل کیږي، ځینې تجهیزات یې لویو تاسیساتو ته انتقالیږي، موږ په زیاته اندازه تاسیسات او تجهیزات نه ورانوو.
موږ دا مهال دا واک او وسایل لرو، چې لاړ شو او تاسیسات وران کړو، خو دا هغه مهال کیږي، چې تجهیزات او تاسیسات له کاره لویدلي وي او د جوړیدو وړ نه وي.
البته په دې برخه کې پوځي او غیرپوځي وسایل شاملیږي."
امریکايي چارواکي وایي، تراوسه یې د امریکایي ځواکونو هیڅ ډول غیر پوځي تجهیزات هم امریکا ته بیرته نه دي لیږلي او هڅه به وکړي؛ چې له دې وروسته هم دغه تجهیزات افغان حکومت ته پریږدي.
امریکايي چارواکي په داسې حال کې دغه څرګندونې کوي، چې تر دې مخکې د ناټو ځواکونو او یوې بهرنۍ کمپنۍ ترمنځ په افغانستان کې د امریکا د پوځي تاسیسیاتو د نړولو په اړه د یوه قرارداد د لاسلیک کیدو راپورونه خپاره شوي و.
د افغانستان د دفاع وزارت ویلي چې په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو شاوخوا یو زرو درې سوه تاسیسات دي چې باید د دوی له وتلو سره سم دغه وزارت ته وسپارل شي.