د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۶

لومړنى انسان چې سپوږمۍ ته ختلى و د ٨٢ کلونو په عمر ومړ


نېل ارمسترونګ
نېل ارمسترونګ
د امريکا پخوانى فضانورد نېل ارمسترونګ يعنې لومړنى انسان چې سپوږمۍ ته ختلى و، د ٨٢ کلونو په عمر مړ شو. د ده کورنۍ وايي د همدې مياشتې په پيل کې د زړه عمليات کړي وو، چې وروسته د روغتيايي ستونزو له کبله له دې نړۍ وکوچېد.

د امريکا ولسمشر بارک اوباما په يوه بيان کې نېل ارمسترونګ د امريکا په تاريخ کې تر ټولو ستر اتل په توګه ستايلى دى.

د اپولو يوولسم فضايي ماموريت د مشر په توګه ارمسترونګ لومړنى انسان و، چې د ١٩٦٩م کال د جولاى پر ٢٠ مه يې پر سپوږمۍ ګام واخيست.

دى د خپلو دغو څرګندونو په خاطر هم د خلکو په ياد دى، چې په سپوږمۍ کې يې د ګام اخيستلو پر مهال ويلي وو:

”دا د يوه سړي کوچنى ګام- خو د بشريت لپاره يو لوى خېز دى“

ارمسترونګ او د هغه بل ملګري امريکايي فضانورد ايدوين بُز الدرين نژدې د درېيو ساعتونو لپاره پر سپوږمۍ قدم وواهه.

په نړۍ کې شا و خوا ٦٠٠ مليونه خلکو چې هغه وخت يې د نړۍ پنځمه برخه نفوس جوړاوه، سپوږمۍ ته د دغو فضانوردانو د ختلو ننداره وکړه يا يې په دې اړه په راډيوګانو کې واورېدل.

د ١٩٦٩ او ١٩٧٢م کلونو ترمنځ په ټوله کې ١٢ امريکايان سپوږمۍ ته ختلي او دا د امريکا لپاره په فضايي سړه جګړه کې يوه بريا ګڼل کېږي، چې پيل يې د ١٩٥٧ د اکتوبر پر څلورمه وشو، هغه وخت شوروي اتحاد فضا ته د يوه سټلايټ په توغولو سره نړۍ ته ټکان ورکړ.

امريکايي فضانورد نېل ارمسترونګ وروسته وويل فضايي سيالي د امريکا او شوروي اتحاد ترمنځ يو اساسي سوله ييز رقابت و:

”دا شديده سيالي وه او دواړه لوريو ته يې د ساينسي اهدافو د ترلاسه کولو، زده کړې او نورو کشفياتو لپاره زمينه برابره کړه. ورو- ورو يې د دواړو پخوانيو رقيبانو ترمنځ د همکاريو يو ميکانيزم رامنځته کړ. د نورو مسايلو تر څنګ دا دواړو لوريو له خوا په ملي کچه استثنايي پانګونه وه“

د اپولو يوولسم فضايي ماموريت څخه وروسته ارمسترونګ نور فضا ته الوتنه ونه کړه. تر هغه راوروسته کلونو کې دى ډېر په عامه محضر کې راڅرګند نه شو، خپل زيات وخت يې په تدريس تېراوه، يا به هم په اوهايو ايالت کې په خپله کرونده کې بوخت و. ده دلته د ١٩٣٠م کال د اګست پر پنځمه دې نړۍ ته سترګې پرانيستې وې.
XS
SM
MD
LG