د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۵

"افغانان باید د پاکستان پرضد منسجم شي"


په افغانستان کې یوه سیاسي ګوند د لومړي ځل لپاره خبرداری ورکړ؛ چې د پاکستان راکټي بریدونو ته د ځواب ویلو لپاره به ولسي لښکر برابر او کونړ ولایت ته به یې له افغانستان څخه د دفاع په خاطر واستوي.

د ملي وفاق ګوند چارواکو په دې برخه کې د ملي بلنې اعلان وکړ او له ټولو خلکو یې وغوښتل؛ چې له هېواد څخه د دفاع په خاطر دې له دوی سره یوځای شي.

د دې ګوند مشر بسم الله شیر د شنبې په ورځ د خپل ګوند په دفتر کې یوې خبرې ناستې کې پر خلکو غږ وکړ، چې راځي له خپلې خاورې دفاع وکړو:

"د افغانستان خلکو ته زما پیغام دا دی، راځئ له خپل هېواد څخه د دفاع او د مځکې د ارضي تمامیت په موخه سره منسجم شو، له هغو امکاناتو څخه چې په لاس کې یې لرو، پریدیو ته بې له تمې د پاکستان د نظامیانو د یرغل مخه ونیسو، خپلې لاندې شوې مځکې بېرته ونیسو او ازادې یې کړو."

ښاغلي شیر د پاکستان پرخلکوهم غږ وکړ، چې په خپل حکومت او نظامیانو باندې فشار راوړي، ترڅو په افغانستان باندې له راکټي بریدونو څخه لاس واخلي.

د ملي وفاق ګوند مشر له نړیوالې ټولنې او ناټو هم وغوښتل؛ چې د پاکستان له خوا پرافغانستان د راکټي بریدونو په برخه کې دې، خپل دریځ روښانه کړي.

خوهغه په تونده لهجه د افغانستان له حکومت غوښتنه وکړه؛ چې د پاکستان د راکټي بریدونو پر وړاندې بالمثل عکس العمل څرګند کړ.

ولسمشر کرزي په پخوانیو څرګندونو کې په ډاګه کړې وه؛ چې ځکه د پاکستان له خاورې د راکټي بریدونو پروړنداې په ورته عمل لاس نه پورې کوي، چې په هغه لوري کې به هم د ملکي کسانو د مرګ ژوبلې سبب شي.

افغان حکومت ویلي، چې له پاکستان سره به د راکټي بریدونو مساله د خبرو له لارې حل کوي، ولې تراوسه خبرو او ډيپلوماسۍ کومه نتیجه نه ده ورکړې.

یوشمېر کابل ښاریان د ملي وفاق ګوند یاد حرکت ته په نیک نظر ګوري او وايي، حاضر دي، چې له خپل هېواد څخه د دفاع لپاره د جګړې لومړۍ لیکې ته ولاړ شي.

بل خوا یو شمېر پوځي کارپوهان په دې باور دي، چې که د دغو بریدونو په وړاندې ریښتیا هم په ملي کچه غبرګون وښودل شي، نو موثره نتایج به ولري.

جنرال امین الله امرخیل وايي.

"زه سل په سلو کې ډاډه یم، که چېرې د افغانستان خلک دغې بلنې ته لبیک ووايي او که موږ سره ځوانان یوځاي شي، زه تاسې او د افغانستان ټولو خلکو ته په کلکه اطمینان ورکوم، موږ په لومړي سر کې کولای شو په خالي لاس شروع وکړو او وروسته به وګورئ هغه توپونو چې د افغانستان خاوره پرې ولي، هغه به هم انشاالله موږ نیسیو او افغانستان ته به یې انتقاله وو."

له یونیم کال راهیسې د پاکستان له لوري د افغانستان په ختیځو سیمو په زرګونو راکټي بریدونو شوي دي؛ چې په لسګونو کسانو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې او ګڼ شمیر کورنۍ یې کډه کولو ته اړې کړي دي.

راپور: رحمت الله افغان
XS
SM
MD
LG