د مرکزي احصایې اداره په افغانستان کې ورځ تر بلې د نفوس ډیریدل د اندیښنې وړ بولي او وایي، چې اړوند ارګانونه باید د نفوس د ډیریدو د مخنیوي لپاره جدي اقدامات وکړي.
د دې ادارې سلاکار عصمت الله رمزي وایي، چې هر کال د افغانستان نفوس کابو پنځه لکه زیاتیږي او که یې مخه ونه نیول شي نو په راتلونکو لسو کلونو به له دې امله په افغانستان کې بېلابېلې ستونزې پیدا شي:
"دا په واقعیت سره چې د اندیښنې وړ ده، د دې نفوس د ډیریدو په پام کې نیولو سره باید د خلکو تعليمي، روغتیايي، د اوسیدو د ځای اړتیاوې په پام کې ونیول شي، چې په راتلونکو لسو کلونو کې څومره روغتونونو او څومره د اوسیدو ځای ته اړتیا لري.
ځکه هر کال چې نیم میلون نفوس ډیر شي دوي د اوسیدو ځای، برق او نورې اړتیاوې لري"
دا اداره وایي، چې د دوه زره څلورم او دوه زره پنځم کلونو په منځ کې د افغانستان وګړي شپږ ویشت نیم میلیون تنه اټکل شوی وو، چې په سلو کې نهه څلویښت یې ښځې دي.
د دې ادارې د مسوولانو په خبره د افغانستان ډیر شمیر خلک په خاصه توګه د لیرې پرتو سیمو اوسیدونکي د بیکارۍ، زده کړې،روغتیا ته د نه لاس رسۍ او داسې نورو ستونزو سره مخامخ دي.
د عامې روغتیا وزارت هم په هېواد کې په چټکۍ سره د وګړو ډیریدل د اندیښنې وړ بولي او وایي، چې په افغانستان کې هره ښځه په منځنی ډول پنځه ماشومان زیږوي.
د دې وزارت د صحت باروري څانګې مشرې سعدیه ایوبي ازادۍ راډیو ته وویل، چې کلتوري، مذهبي او ټولنیز مسایل د دې لامل کیږي څو په هېواد کې ښځې ډیر ماشومان وزیږوي:
"د کورنی د سمون په برخه کې د میتودونو په کارولو سره او د هغې سروې له مخې چې شوې ده ددې میتودونو په برخه کې د پوهې کچه نوي فیصده ده خو په سلو کې شل کارول کیږي.
ددې میتود د کارولو د مخنیوي په برخه کې کلتوري، مذهبي او ټولنیزمسایل موجودې دي."
سره له دې چې په ښارونو کې د عامه پوهاوي پروګرامونه د نفوس د ډیریدو د مخنیوي په برخه کې په خلکو ډیر اغیز کړی خو په لیرې پرتو سیمو کې بیا دا ستونزه لاهم جدي ده.
د راپورونو له مخې په یو شمیر لیرې پرتو سیمو په ځانګړې توګه د افغانستان په جنوبی برخو کې ډیرې ښځې له لسو ډیر ماشومان زیږوي، چې دا ډول کورنی بیا نه یواځې دا چې اقتصادي ستونزې لري بلکې د ماشومانو د روزنې او روغتیا په برخه کې هم له ګڼ شمیر ستونزو سره مخامخ کیږي.
جمیله ظریف