د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۷

"هیلري کلنټن به یوه میاشت وروسته تاجکستان ته سفر وکړي"


د ایټرټاس خبري اژانس د امریکا د سفارت په حواله وايي، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیره به له تاجک چارواکو سره په افغانستان کې د سولې او امن او همدارنګه د افغانستان تاجکستان پر پوله د ثبات ټینګیدو پر موضوع خبرې وکړي.

په دوشنبې کې د امریکا سفارت ویلي چې میرمن کلینټن د منځنۍ اسیا هیوادونو ته د خپل هغه سفر په ترڅ کې تاجکستان ته ورځي چې د اکټوبر د دوه ویشتمې او درویشتمې نیټې لپاره پلان شوی دی .

ایټرتاس خبري اژانس د امریکا د سفارت د یو راپور په حواله زیاتوي چې، ټاکل شوې هیلري کلینټن به د تاجکستان له ولسمشر امام علي رحمان ، ددې هیواد د بهرنیو چارو له وزیر خامراخان ظریفي او د تاجکستان د مدني ټولنې له استازو سره وګوري .

د ایټرتاس خبري اژانس د یو شمیر څارونکیو په حواله وايي چې د امریکا لپاره تاجکستان ځکه مهم دی چې دا هیواد له افغانستان څخه د ناټو د ځواکونو له وتنې وروسته د افغانستان سره د خپلې پولې د خوندي کولو وړتیا لري . او همدارنګه د افغانستان په سوله او ثبات کې هم رول لري .

له بلې خوا په دې وروستیو کې د تاجکستان یو شمیر سیمې چې د افغانستان سره په پوله پرتې دي د ځینو ناکراریو شاهدانې وي .

د تاجکستان د بدخشان ولایت په غرنیو سیمو کې څه موده وړاندې د تاجکستان امنیتي ځواکونو پوځي عملیات وکړل چې مرګ ژوبله هم ورسره مله وو او چارواکو وویل چې په سیمه کې یې د یو شمیر وسلوالو پر ضد دا عملیات کړي دي .

میرمن هیلري کلینټن تر دې مخکې هم له تاجک چارواکو سره په لیدنو کې د افغانستان په سوله او ثبات کې ددې هیواد رول مهم بلل دی او ویلي یې دي چې له تاجکستان سره په امنیتي برخه او د نشه موادو د قاچاق په مخنیوي کې مرستو ته چمتو دي .
XS
SM
MD
LG