د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۳

احسان: زموږ ځانمرګي به د پاکستاني پوځیانو ښه هرکلۍ وکړي


Pakistan -- Masked pro-Taliban militants who are supporters of Maulana Fazlullah, a hardline cleric, stand guard at Charbagh, a Taliban strong hold, near Mingora, Swat Valley, 02Nov2007
Pakistan -- Masked pro-Taliban militants who are supporters of Maulana Fazlullah, a hardline cleric, stand guard at Charbagh, a Taliban strong hold, near Mingora, Swat Valley, 02Nov2007
په یو انټرنیټي پیغام کې چې رسنیو ته استول شوی دی د پاکستان د طالبانو تحریک ویلي، چې دوي د پاکستان د پوځ په مرکزي ادارو کې له خپلو استخباراتي سرچېنو په شمالي وزیرستان کې د پوځي عملیاتو د پیل په اړه راپورونه ترلاسه کړي دي.

د پاکستان د طالبانو د تحریک ویاند احسان الله احسان د دې ممکنه عملیاتو د برخه اخیستونکیو پوځي کنډکونو او د عملیاتو د احتمالي قومندان په اړه جزییات ورکړي دي او ویلي یې دي چې دا عملیات د اګست په شپږ ویشتمه نیټه پیلیږي.

د پاکستاني طالبانو ویاند زیاته کړې، چې په مقابل کې یې د پاکستان د طالبانو تحریک هم خپل چمتوالی نیولی دی.

د فرانسې خبري اژانس د احسان الله احسان له خولې وايي، چې دوي د ځان وژنکیو ډلې چمتو کړي چې په قبایلي سیمه کې د ده په وینا د پاکستان د پوځ هرکلۍ وکړي.

د پاکستاني طالبانو د ویاند احسان له خولې ویل شوي موږ به خپل هغه دښمن چې د پاکستان د سیکولر سیستم دفاع کوي په شا وتنمبوو.

تراوسه پورې د پاکستان پوځ د طالبانو د دې ادعا په اړه کومه تبصره نه ده کړې.

د یادونې وړه ده، چې په دې وروستیو کې د مریکا د دفاع وزیر لیون پنیتا د اسوشیتید پریس خبري اژانس ته ویلي چې پاکستان په نژدې راتلونکې کې په قبایلي سیمو کې د سخت دریځو ډلو په خلاف پوځي عملیات پیلوي.

د امریکا د دفاع وزیر ویلي و دا نه پوهیږي چې دا عملیات به کله پیلیږي خو ورته ویل شوي چې په نژدې راتلونکې کې به پیل شي، او مهم هدف به یې هم پاکستاني طالبان وي نه د حقاني شبکه.

پینیتا سره له دې چې ددې عملیاتو مهم هدف د حقاني د شبکې مشران هم نه وښودل شوي خو بیا هم د پاکستان د پوځ ددې اقدام هرکلی وکړ او څو اونۍ وړاندې یې د اسوشیتید پریس خبري اژانس ته وویل:

(( زه فکر کوم چې مهم هدف یې د پاکستان د طالبانو تحریک دی، خو هر څه چې دوی دې سیمې ته په ترورزیم پسې عملیاتو لپاره ورولي موږ یې هرکلی کوو. ))

لیون پنیتا ویلي وو، دوی په دې اړه له اوږدې مودې خبرې کولې، که پاکه یې ووایم، ما په دې اړه چې دوی به کوم اقدام وکړي هیله له لاسه ورکړې وه، خو اوس داسې ښکاري چې دوی غواړي دا ګام پورته کړي.
XS
SM
MD
LG