د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۲

د غزني پاڅونوال: دا ځل مو سرسايې او زکاتونه غريبانو ته ورکړل


په غزني کې د وسله والو طالبانو پر ضد د پيل شوي ولسي پاڅون غړي وايي چې سږ کال يې تر خپل واک په لاندې ټوله سيمه کې سرسايې او زکاتونه له ملايانو ګرځولي او پر غريبو خلکو يې وېشلي دي.

د غزني د اندړو ولسوالۍ اوسېدونکي وايي دا څو کاله به د دغې ولسوالۍ له شتمنو خلکو څخه زکاتونه او سرسايې د جوماتونو ملا امامانو او وسله والو طالبانو په زور اخيستل خو سږ يې ټولې سرسايې او زکاتونه پر غريبو خلکو وېشلي دي.

دوی وايې سږ کال به د ځمکو د حاصلاتو عشر هم غريبو خلکو ته ورکوي.

د ولسي د پاڅون د جنګياليو په خبره په اندړو ولسوالۍ کې ډېرې داسې کورنۍ شته چې د روژه ماتې لپاره به يې د خوړلو څه نه لرل او زکاتونو حقدار به وو خو بيا به يې هم حق وسله والو طالبانو اخيست.

دوی وايې له دې وروسته به داسې نه کېږي.

د اندړو ولسوالۍ يو تن اوسېدونکی حاجی محمد وايي چې نه به د کار لپاره ښار ته تلای شوای او نه ورته په کلي کې کار پيدا کېده بس ماشومان به يې کله کله وږي ويده کېده.

دی وايي په راسره شوې مرسته اوس کولای شم دوې مياشتې خپل کور وچلوم:

̋دغه کومې سرسايې چې نور کله به ملا صاحب ليسټونه جوړ کړي وو او په زور به يې ټولولې اوس خلکو په خپله خوښه پر غريبانو وېشلې دي. خلکو د سرسايې پيسې په کليو ګرځولې ماته يې هم راکړې. زه چې په ښار ته د کار لپاره لاړم راته ويل به يې ته کافر شوې يې دلته په ښار کې کار نه پيدا کېده. ډېر نېستمن وم. اوس چې دوی راسره مرستې کړې دي په دغه مرسته مي دوه مياشتې کور چلېږي̋

د اندړو د پايندي د کلي يو اوسېدونکي محمد عارف وايي چې وسله والو طالبانو په دغه سيمه کې د ډېر خلک کروندې ويجاړې کړې وې، د ځينو يې ذخيره شوي خوراکي توکي ورڅخه اخيستي او بيا يې د هغوی حق چې زکات او سرسايه کېده هغه هم په زوره اخيست.

خو سږ کال ده په خپله هم خپل زکات او سرسايه غريبانو ته ورکړي دي.

دی وايي وسله والو طالبانو به د هر کور د غړيو د نومونو لسټونه جوړ کړي وو او بيا به يې هغو لسټونو له مخې له خلکو په زور سرسايې ټولولې:

̋مخکې به طالبانو او ملايانو د خلکو د کورو د غړو د نومو ليسټونه جوړ کړي وو بيا به يې د ټوپک په زور له خلکو څخه د ليسټو له مخې سرسايې ټولولې. سږ ما خپل سرسايه ټوله غريبانو خلکو ته ورکړې ده. او ټولو هغه کسانو چې لږ وس لري وعده کړې ده چې زکاتونو به غريبانو ته ورکوي. له دې وار د اختر په ورځ له غريبانو سره دومره مرسته وشوه چې درې مياشتې پرې کورونه وچلوي̋

د ولسي پاڅون استازی عبيدالله پاڅون وايي چې په ليکو کې يې زيات ديني عالمان لري او هغوی ورته ويلي دي چې دا مهال تر ملايانو او وسله والو طالبانو د سيمې غريبان د زکاتونو او سرسايو زيات حقدار دي.

دی وايي له دې وروسته به هر کال مرستې د سيمې په غريبانو وېشل کېږي:

̋کومې منطقې چې د اسلامي ولسي پاڅون تر ولکه لاندې دي. اکثره اوسېدونکي يې ډېر بېوزله خلک دي. مخکې به په دغه سيمه کې سرسايې او زکاتونه هيڅ غريب ته نه رسېدل او ملا به خپل حق باله. خو سږ کال په دې ټوله سيمه کې له پاڅون سره دا پرمختګ شوی چې ټولو شتمنو خلکو خپلې سرسايې، زکاتونه او يوه څه نوره مرسته يوازې پر غريبانو وېشلي دي. او له دې وروسته به هر وخت همداسې کېږي̋

په تېرو کلونو کې وسله وال طالبان څو ځله په خپلو منځو کې د سرسايو او زکاتونو په سر يو له بل سر ښکر په ښکر شوي وو.

سږ کال هم طالبانو په بلخ کې د عشر پر سر يو له يو بل سره خوړلي او وژلي وو او تېر کال يې په ميدان ورګو ولايت کې د اختر د څاريو د څرمنو په سر هم يو بل په ويني رنګولي دي.
XS
SM
MD
LG