د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۱

الن: افغان ځواکونه پياوړي شوي


جنرال الن
جنرال الن
د اختر په مناسبت د پیغامونو په لړ کې په افغانستان کې د ناټو ځواکونو عمومي قومندان جنرال جان الن په یو پیغام کې ټولو افغانانو ته د کوچني اختر مبارکي ویلې ده. او ددې هیواد د امنیتي ځواکونو د چمتو کیدو بهیر یې ستایلی دی .

د ایساف له خوا په یو خپور شوي پیغام کې د جنرال الن له خولې ویل شوي چې نوموړی د افغانانو زغم ستایي او د افغانانو قوت او همکاري د دې سبب شوې چې د دوی هیواد بیرته د دوی په خپل واک کې و اوسي .

جنرال جان الن په دې پیغام کې د افغان امنیتي ځواکونو د پیاوړتیاو او مسلکي کیدو یادونه کړې ده او ویلي یې دي ، دا مهال افغانستان د خپل هیواد د ساتنې درې سوه زره کسیز افغان امنیتي ځواک لري او ډېر ژر به د افغانستان د ګڼو سیمو خلک د همدې امنیتي ځواکونو له خوا د ټینګ شوي امنیت په سیوري کې ژوند وکړي .

په افغانستان کې د ناټو قومندان په پیغام کې دا هم ویل شوي چې افغان حکومت د حکومتدارې او د قانون د حاکمیت د پراختیا هڅو ته ادامه ورکوي ، او همدارنګه عدالت ته د لاس رسي، روغتیایي اسانتیاوو د برابرونې او پوهنې د ودې په برخه کې کار کوي .

په دې پیغام کې د سولې او پخلاینې د بهیر په اړه هم خوشبیني ښودل شوې ده ، چې په وینا یې ګڼ مخالف وسلوال له مخالفته لاس اخلي او په خپل هیواد کې د سولې لار خپلوي .

په خبر پاڼه کې ټینګار شوی چې نړیواله ټولنه به له افغانستان سره تر ۲۰۱۴ کال وروسته د بدلون په لسیزه کې هم خپل ملاتړ او تعهد ته دوام ورکړي څو په افغانستان کې سوله او ثبات یقیني شي .

د جنرال الن له خوا په افغانستان کې یو شمیر بریاوو ته په داسې وخت کې اشاره شوې دي چې د څارونکیو په وینا د روژې د میاشتې وروستۍ څو اونۍ په افغانستان کې هم د بهرنیو او هم د ولسي افغانانو لپاره خونړۍ اونۍ وې .
XS
SM
MD
LG