ایران دافغانستان وروستي تورونه چی وایی تهران په نیمروز ولایت کې دتیرې اونۍ بریدونو کې لاس درلوده رد کړل.
بل خوا دافغانستان جمهور رییس نن داخترپه مناسبت خپلی وینا کی په دغو بریدونو کی دبهرنیو لاس ته په اشاره وویل که چیرې دابریدونه طالبانو کړي وي نو ملت به ورسره محاسبه وکړي او که چیرې ددوی په نوم بل چا کړي نو طالبان دې خپله غاړه خلاصه کړي او خلکو ته دی داخبره اعلان کړي .
ایران دافغانستان تورونه رد کړل چی وایی تهران په نیمروز ولایت کی دتیرې اونۍ په بریدونو کې چې اته ویشت کسه په کی ووژل شول لاس درلوده.
داخبره نن دایران پریس ټي وي دایرانی چارواکو په حواله خپره کړه .
دافغانستان داستخباراتو ریاست وویل چی ددغو برید ګرو څخه یې دوه کسه وژلی او دری نوریې ژوندي نیولي دي .
دافغانستان داستخباراتو ریاست وویل چې پنځه واړه برید کوونکي ایرانیان دي او دانتحاری بریدونو روزنه یی په ایران کی ترلاسه کړی .
خو دایران دولتی پریس ټي وي ددغه هیواد دبهرنیو چارو دوزارت دویاند رامین مهمان پرست له قوله نن یکشنبی خپره کړه چی نوموړي ددواړو هیوادونو په دوستانه اړیکو ټینګار وکړاو وویل چی ایران په دغو بریدونو کی لاس نه لري .
افغان چارواکي معمولا ګاونډی هیوادونه ، ایران او پاکستان په افغانستان کې په روانو بریدونو او زور زیاتی کی ګرم ګڼی .
دوی وایی چی ګاونډی هیوادونه یاغیان روزی او ولسی او مهمات ورته برابروي .
دافغانستان جمهور رییس دیکشنبی په ورځ دکوچني اخترپه مناسبت خپلې وینا کې په نیمروز کی دتیرې اونۍ او په هیواد کی وروستیو بریدونو ته په اشاره کې وویل چې په روژې میاشتې کې په افغانانو سخت ظلم وشو.
حامدی کرزی په دغو بریدونوکې دپردیو لاس لرلو ته په اشاره طالبانو ته وویل که چیری دغه بریدونه دوی کړي وي نودافغانستان ملت به یوه ورځ ورسره محاسبه وکړي او که چیرې ددوی په نامه بل چا کړي او دوی په کې لاس نه لري نو دوی دې داخبره خلکو ته اعلان کړي .
کټ
سره لدې چی دایران او افغانستان اړیکو دطالبانو درژیم له نسکوریدو وروسته په تیرو لسو کلونو کی پرمختګ وکړ خو بیاهم نازکې دي .
ایران دافغانستان او امریکا ترمینځ داوږدمهالو ستراتیژیکو همکاریو دتړون چې درې میاشتی مخکی لاس لیک شو مخالفت وکړ.
افغان چارواکو په دی وروستیو کی دا تورهم ولګاوه چی ایران دافغانستان په رسنیو کی لاس وهنه کوي .
دتیرې سه شنبی په ورځ بریدکوونکو په نیمروز کې یو روغتون او په ګڼو بازارونو کی چې خلکو په کی داختر سودا کوله بریدونه وکړل .