د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۱

د ولسمشر کرزي فرمان څومره عملي شوى؟


ولسمشر حامد کرزي یوه میاشت مخکې د دولت په ټولو ادارو کې د اصلاحاتو، د فساد د مخنیوي اود کارونو د چټکتیا لپاره یو فرمان صادر کړ.

د دې فرمان په ترځ کې هر وزارت او ادارې ته جلا جلا وخت وټاکل چې په خپلوکارونو کې اصلاحاتو راولي او د خپل پرمختګ په اړه رپوټ ورکړي.

د فرمان د لومړي مخ په یوه برخه کې راغلي:

په افغانستان کې د سترو لاس ته راوړنو سره سره متاسفانه د حکومتدارۍ، له اداري فساد سره د مبارزې، د قانون د حاکمیت او اقتصادي خودکفایې په برخه کې ستونزې لاشته .

د جمهور ریس دا فرمان دري دیرش مادې لري چې د بیلا بیلو حکومتي ادارو لپاره لارښونې کوي .

د فرمان د عملي کیدو پر پروسه د څارنې مسولیت د افغانستان د چارو ادارې لوی ریاست او د وزیرانو شورا دارالانشا ته سپارل شوی دی .

ویل کیږي چې یوشمیر دولتی ادارې توانیدلي چې د خپلو کارونو رپوټ وړاندې کړي ، یو شمیر ادارې لا هم مهلت لري چې خپل کار بشپړ کړي.

خو رپوټونه وايي چې ځيني دولتی ادارې پدې کار کې پاتې راغلې دي.

په افغانستان کې د چارو د ادارې د لوی ریاست او د وزیرانو د شورا د دارلانشا ویاند رفیع فردوس پرون (شنبه) ازادي راډیو ته وویل:

د چارو اداره او د وزیرانو شورا دار الانشا به د سنبلې د میاشتې په لسمه نیټه د ټولو وزارتونو او هغو ادارو د مسولینو سره غونډه کوي چې دا فرمان باید عملي کړي”

ښاغلي فردوس زیاته کړه چې دا جلسه به د چارو د ادارې د لوی ریاست او د وزیرانو د شورا د دارلانشا د مشر صادق مدبر په مشرۍ جوړیږي.

ده وویل:
”[د هغو کارونو] ټول رسمي جزیات به چې د ولسمشر د فرمان په ارتباط په تیره یوه میاشت کې په پام کې نیول شوي او عملي شوي مطبوعاتو او خلکو ته څرګند شي”

د جمهور ریس حامد کرزي د فرمان په نهمه ماده کې د هغو ټولو کسانو د لست د برابرولو او سپارل کیدو غوښتنه شوې چې له هیواد څخه بهر یې د ماسټرۍ او دکتورا په درجه زده کړې کړې دي او په دولتي ادارو کې کار کولو ته چمتو دي.

رفيع فردوس وویل چې تر اوسه ۴۰۰ تنه چې د ماسټرۍ تر درجې یې زده کړې او د ۴۰ او ۵۰ ترمنځ کسان چې د دکتورا سند لري، ثبت شوي دي.
XS
SM
MD
LG