د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۰

احمدي نژاد: د يهودي دولت موجوديت بشريت ته شرم دى


احمدي نژاد
احمدي نژاد
د ایران جمهور ریس محمود احمدی نژاد چې مخکې یې هم پر اسراییل شدیدي لفظي حملې کړې، ویلي چې د یهودي دولت موجودیت د بشريت لپاره د شرم خبره ده .

د ایران جمهور ریس دا خبرې په خپل هیواد کې د قدس یا (بیت المقدس) د ورځې په مناسبت د فلسطین په پلوي تر لاریونونو وروسته کړې.

د روژې د مبارکې میاشتې وروستۍ جمعه د قدس د ورځې په نوم لمانځل کېږي.

احمدي نژاد وویل چې د بیت المقدس ورځ د اتحاد ورځ ده تر څو د ده په وینا بشري ټولنه د صهیونیزم د تور داغ څخه پاکه شي.

د ایران ولسمشر پر غرب تور ولګاوه چې د اسراییل د ساتنې له نوم څخه پر منځني ختیځ او ټوله نړۍ د کنټرول ټینګولو لپاره کار اخلي.
دا څرګندونې په داسې حالکې شوې چې اسراییل په خلاصه پر دې بحث کوي چې پر ایران حمله وشي که نه .

اسراییل ایران ته د دې هیواد د اتمي پروګرام او په دې خاطر چې ایراني مقاماتو په مکرر ډول د نړۍ له نقشې د اسراییل د لري کولو خبره کړې ، د خپل موجودیت په وړاندې د تهدید په سترګه ګوري.
XS
SM
MD
LG