د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۹

لوېديځ ځواکونه: افغانان ولې د طالبانو په وړاندې نه ولاړېږي


د افغانستان په بېلابېلو برخو کې د طالبانو او نورو سخت دريځو په وړاندې په داسې حال کې پاڅونونه پيل شوي چې نړيوال ځواکونه له دې هېواده په وتو دي.

د غزني په اندړو ولسوالۍ کې د پاڅون کوونکو مشر ويلي، دوى د طالبانو په وړاندې سختې جګړې کړي او د دوى ملګرو ته هم تلفات اوښتي دي.

د زمري مياشتې ٢٤ مه د افغانستان لپاره د کال تر ټولو خونړۍ ورځ وه، په دې ورځ په شمال او جنوب لوېديځ کې شا و خوا ٥٠ کسان چې د اختر لپاره په سودا اخته وو، ووژل شول. چا د دغو بريدونو مسووليت وانخيست، خو د ناټو په مشرۍ بهرنيو ځواکونو طالبان تورن کړل.

ايکونوميست اوونيزه ليکي، په داسې يوه بربريت کې د لوېديځو ځواکونو د مبارزې پرمختګ له شکونو سره مخ دى، دغه سرتېري اکثره مهال دا پوښتنه کوي چې افغانان ولې په خپله د طالبانو او نورو سخت دريځو په وړاندې نه راپورته کېږي؟

په افغانستان کې کلي د وسلوال کېدو او د بهرنيانو په وړاندې له ځانه د دفاع عنعنه لري. وسلې هم پرېمانه او اکثره کسان له پوځي تجربې برخمن دي.

د ايکونوميست په باور د روان دوبي په پيل کې د غزني له اندړو ولسوالۍ د کليوالو او طالبانو ترمنځ د شخړو راپورونو هيجان زيات کړ، که څه هم دا مبارزه مخکې پيل شوې خو څومره والى او دوام يې غيرمعمولي دى. دواړو لوريو ته تلفات واوښتل خو طالبان له کليو وايستل شول، که څه هم طالبانو هڅه وکړه متقابلې حملې وکړي، خو سيمه ييزو خلکو يې په وړاندې کاميابه مقابله وکړه.

د پاڅون کوونکو يوه مشر لطف اله کامراني چې په خپله زده کوونکى هم دى وويل دوى ٣٣ وارې د طالبانو په وړاندې جګړې کړي چې په نتيجه کې يې د دوى ګڼ جنيګالي ملګري د خپلو کليو د دفاع په لار کې وژل شوي دي.

ده وويل د اندړو تقريباً په هر کور کې يو ميل وسله شته او دوى د وسلو د کموالي ستونزه نه لري.

خپرونه د خپلې مقالې په دوام کې زياتوي، دا چې د اندړو کليوال له طالبانو سره په جګړه بوخت دي، معنى يې دا نه ده چې دوى د کرزي له حکومت سره ملګري دي. زيات کليوال وايي دوى د کابل په رژيم کې د اداري فساد او بېعدالتۍ له کبله پوزې ته راغلي او نه غواړي له چا سره ملګري وي.

خلک په کابل کې حيران دي چې څوک له دې پاڅون سره مالي مرسته کوي او نور کوم ځواک يې تر شا دى، د پاڅون له زياتېدو سره رهبران دېته لېوال شول چې د حزب اسلامي له ګوند سره ملګرتيا وکړي. يوه لوېديځ ډيپلومات چې دغه پېښې څاري ويلي، حزب اسلامي د اندړو ولسوالۍ پاڅون برمته کړى دى. خو پاڅونوال له حزب اسلامي سره خپل ارتباط نه مني.

بله ناڅرګنده مسئله په افغان حکومت کې دننه د زورورو عناصرو رول دى، د غزني پخوانى والي او د جنوبي حوزې امنيتي مسوول اسد اله خالد د دې پاڅون د مشرۍ په اخيستلو کې زړه نازړه دى، ده دا رد کړه چې افغان دولت دې د اندړو د جنيګاليو ملاتړ کوي، خو ويې منل چې شخصي مرسته يې کړې ده.

دا چې پاڅون کوونکي به دا مبارزه تر کله روانه ساتي، نه ده معلومه. په وروستيو کې دغه پاڅون د اندړو تر څنګ د غزني مقر ولسوالۍ ته هم وغزېد، خو تر اوسه ډېر محلي دى. طالبانو ويلي چې دغه پاڅونونه به دفع کړي، دوى دا د امريکا يوه دسيسه ګڼي. خو د خپرونې په باور ښايي طالبان د جوړجاړي هڅه وکړي.
XS
SM
MD
LG