د پاکستاني پوځ د حملو د بندولو لپاره د افغان حکومت د هڅو له ناکامیدو وروسته دا لومړې ځل دې، چې د ولسي جرګې ځینې غړي د امریکا او افغانستان ترمنځ ستراتیژیک تړون تر پوښتنې لاندې راولي.
د ولسي جرګې د چهارشنبې د ورځې په غونډه کې ځینو وکیلانو له ورایه دا مسله مطرح کړه، که امریکا او نور هېوادونه، چې له افغانستان سره ستراتیژیکې اړیکې د دغو حملو د بندولو لپاره اقدام نه کوي، نو دا تړونونه باید لغوه شي.
په جرګه کې د فراه ولایت استازي سرور عثماني او د لوګر ولایت وکیل محمد اکبر ستانکزي په دې اړه په خپلو خبرو کې وویل، چې دوي دا سندونه د دې لپاره تصویب کړي، چې دغه هېوادونه له دوي سره د پولو په ساتلو کې همکاري وکړي:
"په داسې حال کې، چې د پاکستان خاینانه حملې روانې دي، دوي د ناظر په توګه ګوري موږ باید په دې اړه یوه مصوبه صادره کړو، که همداسې وي، نو باید دا تړونونه لغوه کړو."
په جرګه کې دوو نورو وکیلانو اکرام الدین رضایي او نجیب اله مجددي هم، چې ځانونه یی د دې تړون پلویان بلل دا انتقاد تایید کړ.
د ولسي جرګې د دې غړو له څرګندونو داسې ښکاري، چې افغانان په دې تمه دي، چې د افغانستان ستراتیژیک ملګري باید د هغو ګواښونو په وړاندې، چې له پولي بهر متوجه دي، د افغانستان دفاع وکړي.
خو د سیاسي چارو کتونکي بیا په دې برخه کې افغان دولت پړ بولي او وایي، چې افغان مشران باید دا مسله له خپلو متحدینو سره په واضح توګه مطرح کړي.
محمد یونس فکور وایي، که افغان دولت په دې برخه کې مناسب ګامونه پورته نکړي، نو په ولسي جرګه کې ځینې عناصر، چې د ګاونډیو هیوادونو په لمسون یی ددې تړون مخالفت کاوه یو ځلې بیا فعاله شي.
ایران او پاکستان هغه دوه ګاونډي هیوادونه دي، چې د افغان کتونکو په وینا د کابل او واشنګټن ترمنځ د ستراتیژیکو اړیکو مخالف دي.
ایران خو بیا ددې سند د تصویب د مخنیوي لپاره په کابل کې د خپل سفیر ابوالافضل زهره وند په وسیله پراخې هڅې هم وکړي، خو کومه نتیجه یی ورنکړه.
له بل لوري په کابل کې د امریکا نوې سفیرجیمز کنینکم دا مني، چې هیواد یی مکلف دې، چې د ستراتیژیک تړون له مخې د هرې بهرنۍ حملې په وړاندې له افغانستانه دفاع وکړي.
ده د پاکستان راکټي حملو ته په اشارې وویل، چې دوی همدا اوس په کابل او اسلام اباد کې له چارواکو سره پدې اړه په خبرو بوخت دي، څو د موجوده ستونزې ریښې بیامومي.
فغانستان اوس اوس د امریکا، بریتانیی، فرانسې، اټالیی، جرمني، چې د لویدیځ مهم هیوادونه بلل کیږي او د هند په ګډون، له یو شمیر هیوادونو سره د بیلابیلو مودو لپاره ستراتیژیک تړونونه لاسلیک کړل.
ددې ترڅنګ دا هم ویل کیږي، چې استرلیا، ناروې، چین او له ترکیی سره هم په ورته تړونونو خبرې روانې دي.