د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۷

"داسې څرګندیږي چې طالبان د سولې په خبرو له سره غورکوي"


په کابل کې ا مریکا نوی سفیر جېمز کنینګهم
په کابل کې ا مریکا نوی سفیر جېمز کنینګهم
په کابل کې د امریکا نوی سفیر وایي، د اسې نخښی نښانې لیدل کیږي، چې طالبان د افغانستان له حکومت سره د سولې په خبرو غورکوي او په دې اړه تماسونه نیول کیږي.

جمزکنینګهم د اڅرګندونې وروسته تردې کوي، چې افغان چارواکو په دې وروستیو کې د طالبانو له یوه مهم غړي ملاعبدالغني برادر سره؛ چې په پاکستان کې بندي دی، د حکومت د استازو د پټو خبرو د ترسره کېدو خبره کړې ده.

د فرانسپرس خبري اژانس د راپور له مخې ملابرادر چې په ۲۰۱۰ کال کې په پاکستان کې ونیول شو؛ د طالبانو ترټولو مهم مشر دی، چې د دې هېواد په زندان کې ساتل کیږی.

ملابرادر د طالبانو مشر ملا محمد عمر ته ډېر نژدې او د هغه د اعتماد وړ شخص و. افغان چارواکو د اسلام اباد دغه اقدام د سولې د خبرو د مخنیوی یوه هڅه بللې وه.

جمز کنینګهم چې پرون یې رسماً په کابل کې د امریکا د نوي سفیر په توګه په کار پیل وکړ، که څه هم په یوه خبري کنفرانس کې د دغو خبرو په اړه زیات جزیات ورنه کړل؛ خو د یوې پوښتنې په ځواب کې یې دومره وویل، چې تماسونه نیول شوي او دغه تماسونه په اوس وخت کې د افغانانو ترمنځ یانې د طالبانو او افغان چارواکو ترمنځ نیول شوي دي.

هغه وویل، مختلف عناصر په دې مساله کې رول لوبوي، تراوسه پورې د یوه لوري هڅو هم مشخصه نتیجه نه ده ورکړې؛ خو موږ داسې نخښې وینو، چې طالبان اوس په دې غور کوي، چې په راتلونکي کې څه ډول لاره غوره کړي.

په کابل کې د امریکا نوي سفیر زیاته کړه، دغه حالت چې طالبان اوس ورسره مخامخ دی دا د هغه واضح پیغام نتیجه ده، چې متحدو ایالتونو او لویدیځ ورکړی، چې دوی به په ۲۰۱۴ کال کې چې له افغانستانه د ناټو۱۳۰۰۰۰ ځواکونه وځي؛ له هغې وروسته دا هېواد یواځې پرینږدي.

کنینګهم وویل، د هغې ستراتیژي له مخې چې د افغانستان له دولت سره ستراتیژیک تړون یې یوجزدی، له ۲۰۱۴ کال وروسته له دې هېواد سره د اوږدمهاله اړیکو او نړیوالو مرستو چوکاټ مشخص شوی؛ چې دا موږ یوې نوې مرحلې ته داخلوي.

د امریکا نوي سفیر دغه راز وویل، متحدو ایالتونو تراوسه په دې اړه چې د ګوانټانامو له زندان څخه طالب بندیان خوشې کړي او که نه؟ پریکړه نه ده کړې.

د فرانسپرس خبري اژانس په وینادغه مساله د دې سبب شوې چې طالبان د روان کال په سرکې له واشنګټن سره لومړني تماسونه پرې کړي.

کنینګهم د سولې په خبرو کې د پاکستان رول ته په اشاره وویل، دا هېوا کولای شي، د سولې په پروسه کې ونډه واخلي.

موږ غواړو، چې پاکستان په دې برخه کې د همکاري یو مثبت رول ولوبوي.
دا واضح ده، چې پاکستان په دی برخه کې یورول لوبولی شي او موږ هم دوی دې کار ته هڅوو.
XS
SM
MD
LG